دخپریدو نیټه : 2014-09-29 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
شریعت مداري دحامد کرزي مستقلانه تګلاره وستایله
سید سلام
د ایران مرستیال ولسمشر محمد شریعت مداري وایي،په بهرنۍ تګلاره کې د دافغانستان دپخواني ولسمشر حامد کرزي مستقلانه تګلاره د ستاینې وړه ده. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې پخواني ولسمشرکرزي د ایراني ولسمشر له مرستیال شریعت مداري سره نن له غرمې مخکې په ارګ وکتل .شریعت مداري په بهرني سیاست کې د حامدکرزي مستقلانه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ وبلل.هغه حامد کرزي بلنه ورکړه ، چې ایران ته ورشي .