دخپریدو نیټه : 2014-09-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار په توګه وټاکل شو
احمدفیصل
د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د هیواد د ملي امنیت سلاکار او سلام رحیمي د ولسمشر ددفتر رییس ټاکل شوی دی. د تحول او تداوم ټیم غړی حلیم فدایي وايي یادې ټاکنې پرون ناوخته شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د چارو اداره لغوه شوې، سلام رحیمي د ولسمشر ددفتر رییس او د وزیرانو شورا ددارالانشا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.