مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د بشري حقونو کمېسیون: نوی حکومت دې انتقالي عدالت پلی کړي

احمدفیصل
د بشرد حقونو ادارې له نوي حکومته غواړي چې په هېواد کې د ژوند د اساسي حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه وساتي او د هغې د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي. د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون وایې، د جمهورریس حامد کرزي حکومت د بشر د حقونو په برخه کې تر ډېره حده کارونه کړي خو د انتقالي عدالت پروسه کمزورې وه او نوی حکومت باید په دې اړه قوي اراده ولري. په همدې ډول د افغانستان د بشرد حقونو سازمان له نوي حکومته غواړي چې د بشرد حقونو او انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره هغه کسان په قدرت وټاکي چې د بشر له حقونو په سرغړونو تورن نه وي. د بشرد حقونو په برخه کې فعاله ادارې وایې، نوی منتخب حکومت په داسې وخت کې واک ته رسیږي چې د بشر د حقونو په برخه کې ځينې کارونه شوي او د اشرف غني احمدزي په مشری نوي حکومت ته د لا زیاتو فعالیتونو زمینه برابره شوې ده. د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایې، د جمهور رییس حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې د ښوونې، روغتیا، د بیان د ازادۍ د زندانونو د وضعیت د ښه کېدو او د بشرد حقونو په ځينو نورو اساسي برخو کې د پام وړ کارونه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ټولو پرمختګونو سره د تېرې دورې یوه اساسي ستونزه د انتقالي عدالت نه عملي کول دي او دوی په دې برخه کې د نوي حکومته د جدي اقداماتو غوښتونکي دي. ده وویل:« موږ وایو د انتقالي عدالت هغه پیل شوی پروګرام باید په صحیح ډول عملي شي چې د جنګ په کلونو کې د غټو غټو پېښو سبب شوي او د جنګي جرمونو او بشري ضد فعالیتونو څیړنې باید پوره او عدالت پلي شي. نوی حکومت باید په دې برخه کې ټینګه سیاسي اراده ولري ځکه په دې ورستیو کلونو کې موږ داسې کومه پیاوړي سیاسي اراده نه درلوده.» وروسته له دې چې د افغانستان د بشرد حقوقوکمیسیون د جمهور ریس حامد کرزي په دوره کې په کار پیل وکړ ټاکل شوي وه چې د انتقالي عدالت د پروسې له مخې به د جنګي جرمونو او د بشرد حقونو د سرغړونو ټولو مواردو ته هراړخیزه لاس رسي وشي. خو اوس ویل کیږي چې نه یوازې د تیرو داخلي جنګونو عاملینو ته رسیده ګي نشوه بلکې په تیره دیارلس کلنه دوره کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو او د بشر د حقونو په پیمال تر ډیره سترګې پټې شوي دي. په دې دوره کې د ښځو د بدن غړو د پرې کولو، په بدو کې د هغوی د ورکولو په مرموز ډول د هغوی د وژلو، جنسیو تېریو او حتا د هغوی د صحرایي محکمو په اړه خورا ډیر راپورونه ورکړل شوي دي. خو سوال دا دی چې د نړیوالې ټولنې او عامو خلکو له غوښتنو سره ولې بیا هم انتقالي عدالت پلی نه شو او په دې هکله ټولې هیلې نوي حکومت ته دي. د بشرد حقونو پخواني کمیشنر او کارپوه غلام غریب ازادۍ راډیو ته وویل، د حامد کرزي حکومت مصلحتي نظام و او لوړ پوړو چارواکو چې خپله د بشر د حقونو په سرغړاوي کې ښکېل وه نه غوښتل انتقالي عدالت پلي شي. ده وویل: « د ټولنې زیاتې برخې د انتقالي عدالت پروسه د مجاهدینو څخه د انتقام د اخیستلو په معنا بلله او دا چې حامدکرزی د همدې ټولنې رییس جمهور وه چې پسې ولاړ ډېر کسان پخواني قوماندانان وه نو انقالي عدالت پلي نه شو او ډېرو چارواکو او دې مجاهدینو هم نه غوښتل انتقالي عدالت پلي شي.» نوموړی وایې، حکومت هم له دې وېرې که انتقالي عدالت پلي شي نو د یو شمېرمجاهدینو نوم ته به چې تر ډېره د بشریت ضد فعالیتونو کې ښکیل وه زیان ورسیږي ونشو کړای دا پیل شوي پروسه په قوي ارادې عملي کړي. په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان چارواکي وایې، د حکومت په سر د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ کړکیچونو ته په کتو دوی په راتلونکي نږدې وخت کې د بشر د حقونو او انتقالي عدالت پروسې پیاوړتیا ته د شک په سترګه ګوري. د دې سازمان مشر لعل ګل لعل ازادۍ راډيو ته وویل، د نوي حکومت څخه د بشرد حقوقو او انتقالي عدالت د پوره کېدو هیله هغه وخت کیدای شي چې حکومت وړ او د ښې سابقې لرونکي خلک په چوکیو وګماري. ښاغلی لعل وایې، د انتقالي عدالت د رامنځ ته کیدو لپاره ترټولو ښه لار دا ده هغه چې زیانمن شوي وستایل شي، مجرمین ورڅخه بخښنه وغواړي او په دې توګه د ملي روغې جوړې غوره تګ لاره عملي شي. نوموړی وایې، انتقالي عدالت د بن د غونډې غوښته وه خو په تیرو دیارلس کلونو کې عملي نشوه نو نوی حکومت باید د نړېوالې ټولنې د پاملرنې پخاطر هم دې ټکې ته ځانګړي پاملرنه وکړي. په همدې حال کې سیاسي کارپوهان او عام افغانان د جمهورریس حامد کرزي د دورې یوه ناکامه برخه د انتقالي عدالت نه عملي کول او ترډيره په خپل وخت زیان منو شوو ته نه رسیدګي بولي. عام افغانان اوس په دې هیله له نوي حکومته د اطاعت دوره پیلوي چې نوی حکومت به د کمپاینونو په دوره کې د دوی سره کړي ژمنې عملي او د ژمنو سره سم به حق حقدار ته وسپاري. دا کمیسیون وایي، نوی حکومت باید انتقالي عدالت چې د خلکو او نړېوالې ټولنې اساسي غوښتنه ده پوره کړي، د بندیانو دوسیو ته په وخت رسیده ګې وکړي، د شکنجې او صحرایي محاکمو دود له منځه یوسي او په ټوله کې د بشرد حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه لا پياوړي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery