مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هلمندیان: د بهرنیانو په وتلو سره به امنیت ښه شي

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولايت کې د برېتانيا د پوځي ماموريت پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو اندېښنه ښيي چې بېکاري به ډېره او پرمختيايي چارې به ټکنۍ شي. د ياد هېواد سرتېرو وړمه ورځ د هلمند د واشېر ولسوالۍ د ښوراب په دښته کې د خپلې پوځي اډې ''بوسټن ''امنيتي چارې افغان پوځيانو ته وسپارلې. برېتانيوي پوځيانو دا پوځي اډه په ٢٠٠٥ م کال کې اباده کړه چې د سرچينو په حواله، تر ١٤٠ زره سرتېرو يې په کې په بېلابېلو وختونو کې ماموريتونه ترسره کړي دي. د ناټو په چوکاټ کې دغو پوځيانو پر پوځي ماموريت سربېره په هلمند کې يو شمېر خلکو ته کاري زمينې برابرې کړې وې او په پرمختيايي چارو کې يې هم ونډه درلوده. ويل کېږي چې برېتانيا په افغانستان او په ځانګړي ډول هلمند کې پر پوځي لګښتونو سربېره پر رغنيزو چارو ۱۹ ميليارده پونډه لګولي دي. د لښکرګاه اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبر اژانس ته وويل افغان حکومت تر ډېره د امريکا او برېتانيا مرستو ته تمه لري، خو د پوځي انتقال په صورت کې ښايي دا مرستې کمې شي. ده وويل په دغه ولايت کې د برېتانيوي پوځيانو د پوځي ماموريت پر پاى ته رسېدو خوښ دی، خو اندېښنه لري چې ګنې بېکاري به ډېره او پرمختيايي چارې به ټکنۍ شي. د ده په وينا:« افغان ځواکونه د امنيت ساتلو او عملياتو د ترسره کولو جوګه دي؛ هغه وخت چې په هلمند کې د بهرنيو پوځيانو تر سلو ډېرې پوځې اډې وې د اوس په پرتله يې امنيت خراب وو.» شمس الله د هلمند ولايت بل اوسېدونکي دى چې وايي د بهرنيو ځواکونو وتل به پر امنيت بده اغېزه ولري. دی وايي وسله والوطالبان او ګاونديو هېوادونو ته به د لاسوهنو ښه زمينه برابره شي. ده وويل برېتانويان بايد په هلمند کې د خپلو پوځي لګښتونو لږه برخه د ښې حکومتولۍ او بې روزګاره ځوانانو ته د کاري زمينو لپاره افغان حکومت ته ورکړي. د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى قاري هلال پژواک اژانس ته وويل:« دا سمه ده چې له بهرنيو مرستو پرته په هېواد کې شته ستونزې نه شي هوارېدلى، خو د بهرنيانو په شتون کې هم ځينې ستونزې وې.» د ده په وينا، اوس به د وسله والو مخالفينو هغه پلمه هم ختمه شي چې ويل به يې بهرني پوځيان په افغانستان کې واکمن دي. بله خوا په هلمند کې د۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک اژانس ته ويلي چې د بريتانويانو وروستۍ ډله وړمه ورځ د ښوراب په پوځي اډې کې له بوسټن کمپ څخه ووتله. پرواني وويل په ښوراب کې د ''بوسټن'' او ''ليډرنيک'' کمپونو د تاسيساتو لپار چې هوايي ډګر هم په کې شته د ملي اردو دری کنډکه سرتېري پر دندو ګومارل شوي دي. ليډرنيک د ښوراب په پوځي اډه کې د امريکايي سرتېرو پوځي کمپ و، چې هغه هم څو ورځې مخکې افغان پوځيانو ته وسپارل شو. پرواني زياته کړه:« بهرنيو پوځيانو پخوا هم له موږ سره په عملياتو کې برخه نه اخيستله، خو د اړتيا پر مهال د مرستې ځينې تړونونه سره لرو.» د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سيدملوک څو ورځې مخکې وويل، په هلمند کې به د برېتانيوي سرتېرو د ماموريت په پاى ته رسېدو ستونزې رامنځ ته نه شي. هغه ويلي چې سرتېري يې د امنيت او په يوازې سر د پوځي عملياتو د ترسره کولو جوګه دي. برېتانيا د ٢٠٠١ زېږديز کال په وروستيو کې کله چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد عمليات پيل کړل، خپل ځواکونه رالېږلي وو او له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې په هلمند کې د بوسټن په ياده لويه پوځي اډه کې مېشت وو. په ٢٠٠٦ کال کې په هلمند کې شاوخوا لس زره برېتانوي سرتېري مېشت وو، خو دوه کاله مخکې کله چې افغان ځواکونو ته د امنيتي لېږد پروسه او د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه، نو شاوخوا ٢٥٠٠ زره برېتانوي سرتېري پاتې وو. د برېتانيا دغه سرتېري به په راتلونکو دوو مياشتو کې له افغانستان څخه ووځي او لږ شمېر به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته په کابل کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي. په تېرو ١٣ کلونو کې برېتانيا د افغانستان په جګړه کې خپل ٤٥٣ سرتېري له لاسه ورکړي او تر ١٥ زرو ډېر يې ژوبل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery