دخپریدو نیټه : 2014-10-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عبدالله: له دې وروسته دې بې جوازه رسنیو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي
احمد فیصل
د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته هغو رسنیو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي چې جواز نه لري. د اجرایوي ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې عبدالله پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست څخه د افغانستان اکسپرېس ورځپاڼې په اړه چې اسلام ته یې سپکاوی کړی و معلومات غوښتي دي. د راپور تر اورېدو وروسته یې دغه وزارت ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته بې جواز رسنیو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي. بلخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست عمر داوودزي ویلي چې د دې ورځپاڼې یو شمېر کارکوونکي نیول شوي خو مسوول مدیر یې له هېواد تښی دی.