دخپریدو نیټه : 2014-11-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یوه ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي
احمد فیصل
په اروزګان ولايت کې يوه ځوان خپل پلار او درې وروڼه پر ډزو سره وژلي دي. د اروزګان ولایت سرپرست امان الله تيموري وايي دا پېښه پرون مازيګر ناوخته د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړونده په ده يک سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې د کورنۍ شخړې له امله يوه ځوان د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او يو شمېر کسان يې وژلي دي. د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر ګل اغا ددې وروڼو پلار خپل زامن د روغې جوړې لپاره راغوښتي وو، چې پر دې مهال يوه ورور ډزې وکړې ، خپل پلار او درې نور وروڼه يې وژلي دي.