دخپریدو نیټه : 2014-11-01 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په ارزګان کي يوه کس خپل درې وړونه او پلار ووژل .
لودين
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي يوه کس خپل درې وړونه او پلار وژلي دي .
پيښه تيره ورځ مازيګر د ترينکوټ اړوند د ( ده يک ) په سيمه کي رامنځ ته سوېده ، د ارزګان والي امان الله تيموري د پيښي پخلی کوي او وايې چې د پيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
د ارزګان يوه امنتي سرچينه وايې ، چي پيښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنخ ته سوې ده او بريدکوونکی په تيښته بريالی سوی دی .
د سرچيني په حواله چې يادي کورنۍ مخکي هم شخړه کړي وه او کله چې پلار د شخړې د هواري دپاره وړونه سره کښينولي وه موضوع نوره هم تاوجنه سوي وه .