مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل :دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کښی دوه طالب وسلوال وژلی دي

محبوب حکیمي



د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني خبریالانو ته وویل چې افغان ملي پولیسو د شهرصفا ولسوالۍ د ارهډ مانده په سیمه کې د یوه کمین پرمهال ددې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو نظامي مسوول نعمت الله او د هغه ساتونکی عبدالولي وژلي او جسدونه یې د زابل ولایتي روغتون ته رالېږدولي دي.
امنیه قوماندان وایي وسله والو طالبانو غوښتل چې په یاده سیمه کې ماینونه ځای پرځای کړي چې د ملي پولیسو له کمین سره مخ سوي او نښته رامنځته سوې.
روغ لیونی وایي په دې نښته کې له وسله والو طالبانو څخه دوه عرادې موټرسایکلونه، دوه میله کلاشینکوفونه، دوه پایې مخابرې او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
په دې نښته کې افغان ځواکونو او عامو وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په شهرصفا ولسوالۍ کې دا نښته په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې څو ورځې وړاندې هم ملي پولیسو د زابل په مرکز او شینکۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ځانمرګي بریدونه شنډ کړي وو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery