مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نظیف سالارزی: د صلاح الدین رباني د استعفا خبر بې بنسټه دی

احمد فیصل
جمهوری ریاست د سولې د عالي شورا د رییس صلاح الدین رباني د استعفا خبره رد کړه. د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي ویلي چې د صلاح الدین رباني د استعفا خبر بې بنسټه دی. صلاح الدین رباني د سولې د عالی شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني زوی دی او وروسته له هغې د دې شورا مشري ور په غاړه شوه چې پلار یې په خپل کې کور کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. خو د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي خبره د استعفا تر حده نه وه؛ بلکه یواځې د نظر شریکول وو. ښاغلی قاسمیار وايي د سولې عالي شورا رییس یواځې د بدلونونو په هدف د ګوښه کېدلو یوه یادونه کړې وه؛ خو د افغان ولسمشر له خوا نه ده منل شوې. کارپوهان په دې باور دي چې د سولې د عالی شورا د مشر د احتمالي استعفا یو لامل ښايي د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې په خبرو کې د نوموړې شورا پاتې راتلل وي د چارو یو کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې د سولې عالی شورا د افغان ولس د تمې او انتظار سره سم د سولې د راوستلو په برخه کې اغېزناک کار نه دی کړی. ده وویل: « اساساً خو د افغان ولس تمه دا وه چې سوله ډېره برجسته وي او انتظارات یې هم ډېر لوړ وو؛ خو په عمل کې لکه څنګه چې په کار وو ولیدل شول چې د سولې عالي شورا کومه لاس ته راوړنه نه درلوده. نو که دا خبره رېښتیا وي چې استعفا یې کړې وي ښايي لامل یې دا وي چې دوی شاید پوهېدلي وي چې نوی دولت که سوله کوي بل پلان به ورسره وي.» د یادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې د سولې د عالي شورا په مشرتابه دا انتقادونه وو چې د ډېرو بوختیاوو او سیاسي فعالیتونو له امله نه دي توانېدلي چې د سولې په برخه کې کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي. د سولې عالي شورا د مشر د استعفا په اړه دغه ضد او نقیض خبرې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله له دې وړاندې ویلي چې د دې شورا په جوړښت کې به بدلون راولي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery