دخپریدو نیټه : 2014-11-23 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ننګرهار کې بې پیلوټه برید کې ۱۵طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سید سلام
چارواکي وايي چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوه طالب قوماندان ملا شمس په ګډون نهه طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او ١١ شکمن نور نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال وويل د تېرې شپې له درېيو بجو د نن ماسپښين تر دوو بجو پورې د يادې ولسوالۍ د مشواڼو او چهاردهي په سيمو کې ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.
هغه وايي چې پر دې سربېره له چاودېدونکو توکو ډک موټراو موټر سا سايکلونه هم نيول شوي او وروسته د ځانګړو ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.