مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د یووالي چیغه او یو نظر

 


 ای د میرویس نیکه، احمدشاه ابدالي، خوشال خان خټک او پاچا خان په بچو او لمسیانو کې په څه پوه د نظر خاوندانو!
باور لرم چې، ستاسو هر یو حساب لري او ملتفت یاست چې،د روسانو له دوهمې کودتا را په دیخوا بیا تر نن ورځې پورې په اټکلې ګمان نږدې درې ملیونه افغانان په هیواد کې په شهادت رسیدلې او د افغانې ټولنې نږدې دریېمه برخه وګړي په پردیو هیوادونو کې د هجرت ډیرې ترخې شپې او ورځې سبا او بیګا کوي۰ نږدې درې ملیونه افغانان د ننه په هیواد کې بې ځایه سوي، او د فقر غربت سرګردانه او لالهانده ژوند په داسې شرایطو کې تیروي چې قحطې، قیمتې او انفلاسیون په هیواد کې تر اټکله لوړ تللې دي۰ د ننه په هیواد او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان ولس فردي خپلواکې ، امنیت، او مصئونیت سلب سوي، ټول افغاني او اخلافي معیارونه تر پښو لاندې سوي۰ په هیواد کې د ننه په تیره بیا په پښتنې سیمو کې منځنې پیړۍ ته ورته د پلیتو افکارو اختناق په ټول زور سره حکمفرما او ګڼ شمیر ولسونه او پرګنې یې دوزخ ته ورته حالت سره مخامخ کړي۰ لر او بر افغانان یا د ګاونډیو هیوادونو پولیسې رژیمونو ته ورته قفسونو کې له خپلواکې علنې محکمې پرته ځورول کیږي، او یا هم د پنجابې تورمخو او ایرانې شیطان صفته اخوندانو په لمسون بې له اثبات د جرم په غیر اسلامې او غیر انسانې توګه ترور او په شهادت رسیږي۰ که چیرته په ګران هیواد کې د تیرو درې پیړیو مالي، معنوي او انساني تلفات حساب سي، د افغانستان د دوو نسلونو د زحماتو او زیار تر حاصله ډیریږي۰
 په ګران هیواد کې د روسانو پر وړاندې د جهاد څخه را په دیخوا بیا تر نن ورځې پورې د خونړې جګړۍ عمر نږدې اووه ډیرش کالو ته رسیږي، خو په خپلواکې مین افغان ولس لا تر اوسه په وینو کې ډوب او په اور کې سوځې۰ په افغان ولس باندې رڼا ورځ د تو رې شپې تورې ترګمۍ ته ورته تورتم او ماتم خپور دي۰ نن ورځ ګران هیواد افغانستان د یوې بیړۍ په شانې د طوفاني سمندر په منځ کې طو فاني څپو او تکو تورو تیارو وریځو له هرې خوا احاطه کړي، او هره شیبه او ګړۍ يې د مات پاڼ په څیر د انقراض او اضمحلال حالت ته ورته د ډوبیدو او نابودۍ اټکل او ګمان کیږي۰ د ګران هیواد د تاریخ په استناد په افغانانو او په تیره بیا پښتنو کې دا پوهه او استعداد موجود وو چې، د ننې ورځې ته ورته تاریخې خطیرو او بحرانې پړاونو او مرحلو کې به یې په ټولو ذات البیني دښمنیو، ورانو ویجاړو لویه ډبره کیښودله او ټول به د وروڼو په شان یو موټي سول او ملي ستونزه به یې په ګډه سره یو د بل په مرسته او ملاتړ پای ته ورسوله۰ خو ډیر د خواشینې ځاي دي چې، په ننې غمجنه ورځ کې د پښتنو تر منځ د وروروالي او یو له بل سره د مرستې او ملاتړ ځاي نفاق، تفرقي او بیلتانه نیولې دي۰ پخوا به ځینو پښتنو مشرانو د یوالې او یو صف د نه ماتولو په منظور لږ تر لږه پټه خوله پاته کیدل او د پښتنو پر وړاندې یې له تخریب څخه ډډه کوله خو اوس پټه خوله نه دي، په یوه او یا بله بڼه د بیلتانه ژغ پورته کوي او د خپلو سیاسي اغراضو لپاره د ګاونډیانو او استعمارې قوتونو په لمسون او ملاتړ د بیلتانه اور ته پکی او لمن وهي۰ دا یو ښکاره او څرګنده واقعیت دي چې، د پښتنو هیڅوک یا هیڅ یو قوم او سیمه په یواځې ډول نه سي کولاي په یوازې ډول اوسنیو نکبت باره شرایطو ته د حل لاره پیدا کړي۰ پښتانه نن ورځ د عقل منطق او نقل په دستور مجبوره دي چې یو لړ محدودیتونو ته تن ورکړي او یو او بل وزغمي او د افغاني ټولنې د سلامتیا، خپلواکې د ساتلو، او د وینو د لښتیو د بهیدو د مخنیوي په منظور یو بل سره همکاره او نږدي سي، او بیا ټول لکه د یوې لارې مسافرو په څیر په یوه بیړۍ کې په ګډه سره د ملي آرمانونو د لاسته راوړلو په لورې حرکت وکړي۰ د افغانستان د قضیه حل کلي د پښتنو یووالي دي۰ د پښتنو يووالي د نورو وروڼو قومونو د تجرید معنی نه ورکوي۰
 ګرانو وروڼو او خویندو!
راځي خپلې سترګې ورغړو او د هیواد اوسنې وضعیت ته ځیر سوو په یقین سره ګران هیواد د ژوند وروستې سلګۍ وهي او د پښتنو په وړاندې دوه لارې دي او هغه دوه لارې دا دي: چې یا به یو کیږو او هیواد به له دغه حالت څخه باسو او له تجزیه څخه به یې ژغورو، او یا خدای نا خواسته هیواد به تجزیه کیږي او ورکیږو به۰

 احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery