مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-25   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د کندوز په بیګانۍ چاودنه کې له شلو ډېرکسان مړه اوژوبل سول

سید سلام
د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله . پوليس وايي، چې دغه ماين پرون ماذیګر د دشت ارچي چوک سره په نږدې سيمه کې چاودېدلى چې په کې ددې ولایت د دارالمعلین د محصلینو په ګډون اته تنه وژل سوي او پنځلس نور ژوبل دي . د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې پنځه تنه وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان دي. خو د دشت ارچي د روغتيايي کلينيک يوه مسوول ډاکټر عبيدالله وويل له يادې پېښې څخه کلينک ته ٨ مړي او ګڼ شمېر ټپيان وروړل سوي ،چې د يو شمېر کسانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى. د یادونې ده ،چې دیکشنبې په ماذیګر په پکتیکا ولایت کې د ځانمرګې برید له امله لسګونه کسان مړه او ژوبل سول. بله خوا بیا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ناپېژاندو وسله والو د ملي امنيت يو څارنوال په داسي حال کې چې د ماښام دلمانځه له اداکولو وروسته د کور پر لور روان وو وژلی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery