دخپریدو نیټه : 2014-11-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
کابل کې چاودنې د ملي اردو ۷سرتېرې ټپیان کړل
سید سلام
د کابل په شپږمه حوزه کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله يې د ملي اردو ٧کومانډو سرتېري ټپيان شوي دي.د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اوه بجو د شپږمې حوزې اړونده د خواجه نور په سيمه کې شوې ده.هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو پر يوه رنجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې ده، چې له امله يې شپږ سرتيري ټپيان شوي دي.ستانکزي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى