دخپریدو نیټه : 2014-11-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغانستان او نیپال ولسمشرانو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
احمد فیصل
ولسمشراشرف غني نیپال هېواد ته د خپل سفر په لومړۍ د دغه هېواد له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه خبرې پرون ماسپښین د نیپال په پلازمېنه تیکماندو کې ترسره شوې دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او نورو بېلابېلو برخو په تېره بیا د سوېلي اسیا د همکاري سازمان یا سارک په چوکاټ او نورو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.
ولسمشر غني د افغانستان او نیپال هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې ښې بللې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغو تاریخي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.
دغه راز د نیپال ولسمشر ولسمشر رام باران یادوف ویلي، افغانستان او نیپال له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې یو له بل سره دیپلوماتیکي اړیکې لري او باید د دغو اړیکو د پراختیا لپاره لا نورې هلې ځلې وشي.
هغه هیله څرګنده کړې چې نیپال هېواد او سارک سازمان به د ولسمشر غني له تجربو ګټه واخلي.
د نیپال ولسمشر د هغه هېواد او خلکو په استازیتوب ولسمشر اشرف غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چې د نیپال او افغانستان خلک په یوه سیمه کې ژوند کوي او ګډ تمدن لري.
خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې د نیپال هېواد له تاوده هرکلي مننه وکړه او ویي ویل، خوښ دی چې له ډېر وخته وروسته خپل دوست هېواد نیپال ته راغلی دی.
ولسمشر غني د سارک به سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون نیپال ته رسېدلی دی.