مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل د نوي ښار پارک د معتادینو پناه ځای جوړ شوی

احمد فیصل
د کابل ښار په زړه او حساسه سیمه نوي ښار کې پر نشه یي توکو روږدي کسان داسې پناه ځای لري چې په سل متره واټن کې ورته مهم وزارتونه او ریاستونه پراته دي. دغه پنا ځای د تفریح په موخه جوړ شوی د نوي ښار پارک دی چې په څنډو کې یې لسګونه پر نشه يي توکو روږدي کسان یاد توکي کاروي او په همدغه پارک کې د ننه یې پېري. د ورځې په اوږدو او ځانګړي ډول ماښام کې چې د پارک تر څنګ کوم کسان تېرېږي، د چرسو، تریاکو او ډول ډول نورو مخدره توکو تر بوی پرته بل څه نه حس کوي. کابل ښاریان وايي، که حکومت د ښار په زړه کې د نشه یي توکو د روږدو او کاروباریانو مخه نه شي نیولی نو په لرې پرتو سیمو یا ولایتونو کې به یې څنګه ونیسي. په نوي ښار کې یو ځوان احسان چې دلته دفتر لري وايي: ((کله چې موږ له دفتره د باندې د هوټل یا بازار لوري ته ځو د نوي ښار له پارکه د چرسو او تریاکو بویونه راځي، د پارک په ټولو څنډو کې په لسګونه د مخدره توکو روږدي کسان پراته دي چې په ارامه زړه مخدره توکي کاروي.)) په مخدره توکو روږدو کسانو د سرنوشت خبریال ته ویلي چې مخدره توکي په همدغه پارک دننه له یو شمېر کسانو پېري. په تریاکو یو روږدي کس چې نوم خپل محمدرضا ښيي وايي، څو کسان ماښام پارک ته راځي او په جیبونو کې له ځان سره چرس، تریاک یا پوډر راوړي او بیا یې په پارک دننه معتادین ترې پېري. په کابل کې نه یوازې نوی ښار بلکې ګڼې سیمې په مخدره توکو د روږدو کسانو پناه ځایونه دي؛ خو کابل ښاروالي، عامې روغتیا، کورنیو چارو او اړوند ګڼ نور وزارتونه یې په له منځه وړلو نه دي توانېدلي. د عامې روغتیا وزارت نږدې دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې سلګونه په مخدره توکو روږدي کسان یې دا مهال تر درملنې لاندې نیولې خو د ټولو درملنه د دوی له وسه پورته خبره ده. هڅه مو وکړه د نوي ښار پارک د حالت په اړه د کابل ښاروالۍ نظر هم واخلو؛ خو د ښاروالۍ مسوولینو له بیا بیا هڅو سره هم په دې اړه څه ونه ویل. په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی کاروونکي یې تر ډېره په دغه هېواد کې نه وو خو په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه راستنو شوو کډوالو په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر زیات کړ او د هېواد په کچه نږدې یو میليون کسان دا مهال په مخدره توکو روږدي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery