دخپریدو نیټه : 2014-11-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د سعودي پاچا د حامد کرزي ستاینه کړې
احمد فیصل
د سعودي عربستان پاچا د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي ته یو لیک لېږلی او په هغه کې یې د هغه د هغو خدمتونو ستاینه کړې چې نوموړي د سعودي عربستان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کړي دي.
دغه ليك تېره چهارشنبې سهار د سعودي عربستان د سفير له خوا حامد كرزي ته وسپارل شو.
په لیک کې راغلي چې د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمين الشريفين اعليحضرت عبدالله بن عبدالعزيز ال سعود د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد كرزي د هغو خدمتونو ستاينه کوي چې نوموړي د سعودي عربستان او افغانستان د اړيكو د پياوړتيا او د خپل هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره ترسره كړي دي.
نوموړي حامد كرزي ته ډاډ وركړى چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلې ځانګړې اړيكې او پاملرنه لكه د پخوا په شان جاري ساتي تر څو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي پاتې شي.
د هېواد مخکني ولسمشر د لیک په ځواپ کې د خادم الحرمين الشريفين له مهربانۍ او لورینې مننه وكړه او يادونه يې وكړه چې اعليحضرت خادم الحرمين الشريفين د افغانانو او د دوى د هېواد لوى خيرغوښتونکظ دى او د افغانستان خلك د ده احترام تل په زړه كې ساتي.