مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اکرمي: د شېرپور پروژې له پوروړو تر اوسه ۲۸ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې

احمد فیصل
کابل ښاروالی وايي چې د ولسمشرغني تر حکم وروسته یې د کابل د شېرپور د پروژې له پوروړو یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې خو د پیسو دغه حصول ټکنی پر مخ ځي. د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنیر اسلم اکرمي وايي چې د ولسمشر له حکم سره سمه ټاکلې نېټه هم پای ته رسېدلې او تر دې دمه یوازې لسو کسانو خپلې پیسې دولت ته سپارلې دي. بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مخکنی مشر ډاکتر عزیزالله لودین وايي، فکر نه کوي چې د ملي وحدت حکومت به له دغو زورواکو خپل پور واخلي. په داسې حال کې چې پر دولتي چارواکو او زورواکو باندې د کابل د شېرپور د ځمکو له وېشلو څه باندې لس کاله تېرېږي د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي چې د ۱۵۶ کسانو له ډلې یوازې لسو کسانو په دې وروستیو کې خپل پورونه دولت ته سپارلي دي. د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنیر اسلم اکرمي ازادۍ راډیو ته ویلي چې ۷۰ کسانو تعرفې اخیستې او یوازې لسو کسانو د شېرپور د ځمکو پیسې دولت ته ورکړې دي. هغه وايي: ((له هغې جملې نه تر دې دمه ۷۰ کسانو چې د شېرپور په سیمه کې یې ځمکې اخیستې وې د بانک د تحویلي تعرفې اخیستي. شاوخوا لسو کسانو خپلې پیسې تحویلې کړې، ۲۸ میلیونه افغانۍ ټولې پیسې دي. موږ ۲۰ یا ۲۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی و، تېره ورځ مو لوی څارنوالۍ، قضايي او حقوقي چارواکو ته یو مکتوب لېږلی چې که دغه کسان پیسې دولت ته ورنه کړي نو څارنوالۍ ته یې معرفي کوو.)) په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د کابل د وزیراکبرخان ته څېرمه د شېرپور تاریخي سیمه د حکومت له خوا پر یو شمېر دولتي چارواکو ووېشل شوه. په دې پروژه کې ۲۹۶ نومرې ځمکې د دولت د کابینې پر وزیرانو دولتي معینانو، جهادي قوماندانانو او یو شمېر نورو با نفوذه کسانو وویشل شوې. په دې سیمه کې یو شمېر بې نقشې او له خټو جوړ شوي کورونه د هغه وخت د پولیسو په وسیله ونړول شول او اوسېدونکي یې په زوره له کورونو و ایستل شول چې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګون یې هم را وپاراوه. کابل ښاروالۍ وایي چې د ۲۹۶ کسانو له جملې څخه ۱۲۹ کسانو تر دې دمه د شېرپور د ځمکو پورونه دې ورکړي. په داسې حال کې چې د ولسمشر غني له خوا د ورکړل شوې حکم نېټه چې یو میاشت وه پای ته رسېدلې ده. له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې پخوانی مشرعزیزالله لودین وایي، فکر نه کوي چې نوی حکومت به پر دې وتوانیږي چې له هغو زورواکو څخه چې د شېرپورځمکې یې اخیستې پیسې حصول کړي. هغه وايي: ((زه فکر نه کوم چې دا اوسنی حکومت هم وتوانېږي چې د ملت حقوق له دوی نه واخلي. په شېرپور کې تاسو خبر یاست چې ډېر ظلم شوی، دا یوه تاریخي سیمه وه او ځیني خلک اوس په کابل کې شېرچور ورته وايي چې د شېرانو له خوا چور شوې. زه فکر کوم یوه قوي اراده په کار ده چې هغه سمه قانوني لار ورته پیدا کړي او له دوی نه د خلکو حقوق ترلاسه کړي.)) یو شمېر کسان پر دې باور دي چې پخواني حکومت د شېرپور ځمکې په ډېره ارزانه بیه پر دولتي چاروکو او جهادي قوماندانانو وېشلې وې نو لازمه ده چې اوسنی حکومت پر دغو کسانو لوړې مالیې وضع کړي. ځکه د دغو کورونو خاوندان څو، څو کورونه لري او اکثرو یې د شېرپور په سیمه کې جوړ کړي کورونه په لوړو ډالري کرایو یو شمېر بهرنیو موسسو او خلکو ته په کرایه ورکړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery