مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوطن باچاته ته یوه نذرانه

آرین

 لکه مې سیورې چې د لار سره خبرې کوي
 دلته یو وران کلې د ښار سره خـبرې کـوي
 مــانه وطــن د هـرې پیښې سوالونه کـوي
 لکه ګــریوان چې د ناچار سره خبرې کــوي
 زمـونږه د ښــار په دیوالــونو تصویر مه لګوئ
 دلتــه تصویر د انـتهار ســره خبــرې کــوي
 څنګه زړګي ته مې په یو ورځ دوه دردونه راغلل
 ســـکون محـل و اوس آزار ســره خبرې کوي
 لاس به لیسټوڼي سره غوڅ کړم په وده ونه شوه
 لاس مې ددوه سـرونو مــار سـره خبرې کــوي
 څړیکوسلګودردونو چپ شئ لږمهلت خوورکړئ
 چــې پرهـــرونه مـــو ســالار سره خبرې کوي
 دا دروازه د قــصر نیمـه شانې خــلاصه پریږدئ
 زمـــونــږه روزګار د اهــلکار سـره خبــرې کـوي
 آرینه، ستا ساده ګۍ خـیال رنګونو ســم وخوړو
 لکه نرګس چــې دکــوکنار ســره خبرې کــوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery