دخپریدو نیټه : 2015-01-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرګي لاوروف: امریکا غواړي پر نړۍ واک وچلوي
احمد فیصل
د روسیي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ملت ته د امریکا د ولسمشروینا څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات غواړي پر نړۍ واک وچلوي.نن په کلني خبري کانفرانس کې د خبرو پرمهال لاوروف وویل، دا نظریه ″چې موږ لومړی نمبر یوواو ټوله نړۍ باید دا ومني.″ د امریکا د متحدوایالاتو د ″فلسفې″ مرکزي برخه ده چې د اوباما په څرګندونوکې ښکاره شوه.لاوروف زیاته کړه، داسې ښکاري چې د امریکا په اصل کې شامل دي چې ټولې نړۍ ته اصول ډیکټه کړي.د لاوروف دا څرګندونې هغوته ورته دی چې د ده او ولسمشر پوتین په شمول روسي چارواکو په دې وروستیوکلونو کې کړې دي.