دخپریدو نیټه : 2015-01-22 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
افغانستان او ترکمنستان د انرژي او ترانسپورت په برخو کې همکاري کوي
سید سلام
ولسمشر اشرف غني، چې پرون عشق اباد ته ورسېد، د دغه هیواد له ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف سره د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو موافقه وکړه.د ریانووستي خبري اژانس د راپور دواړو ولسمشرانو د دوو هیوادونو د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره د ترانسپورتي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.د ترکمنستان ولسمشر وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه تر ۱ ملیارد ډالرو واوښته خو داسي ښکاري چې په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې به دوه برابره شي.ولسمشر غني وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیتي او ترانسپورتي پروژو ملاتړ کوي.