دخپریدو نیټه : 2015-01-24 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
سالارزی:له مخالیفینو سره د جګړې لپاره ملیشې نه جوړیږي
سید سلام
افغان حکومت وايي هغه راپورونه ناسم دي ،چې ګواکي د جنرال دوستم وسلوال به له وسله والو مخالیفینو سره د جګړې ډګر ته راووځي . له دې وړاندي دا سي خبرونه خپاره شول ،د ولسمشر لومړی مرستیال غواړي غواړي خپلو ملېشو ته یو وسلې ورکړي.د ولسمشرویاند وايي، حکومت هېڅ کوم ملېشه ځواک ته د وسلو د ورکولو پلان نه لري او د هېواد دفاع به د رسمي، دولتي ځواکونو له خوا کېږي.نظیف الله سالارزی وايي هغه راپورونه ناسم دي ،چې عبدالرشید دوستم ملي امنیت شورا ته د خپلواکې دفاع په نوم خپلو ملېشو ته د وسلو د وېش یوه طرح وړاندې کړې ده.