مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-25   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د۳ تنو نوماند وزیرانو د دوهم تابعیت اسناد نه دي بشپړ شوي

سید سلام
د ولسي جرګې د ګډ کمېسيون يو غړى وايي، د کورنيو چارو وزارت ته نوماند وزير دوهم تابعيت له لاسه ورکړى دى.د کورنيو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي د هالنډ تابعيت درلود.د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي ويلي،دپاتي دری تنو نوماند وزیرانو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نومانده ای سلطان خیري،د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند سعادت نادري او د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدين رباني دي د دوهم تابعيت د پرېښودو سندونه، د نه بشپړتيا له امله رد شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery