دخپریدو نیټه : 2015-01-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د سرحدي پولیسو یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي پاکستان ته تللی
احمد فیصل
د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي له پاکستاني لوري سره د خبرو اترو په موخه دغه هیواد ته سفر کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس دغه لس کسیز پلاوي د افغانستان د سرحدي پولیسود یوه قوماندان جنران محمد شفیق فضلي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی دی. رسنیو د پاکستاني حکومت په حواله زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د پنځه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره وګوري او د پولې د امنیت په اړه به ورسره خبرې وکړي.