دخپریدو نیټه : 2015-01-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په ننګرهار کې یو قومي مشر وژل شوی
احمد فیصل
ناپېژانده وسله والو په ننګرهار ولايت کې یو قومي مشر او د هغه ورور وژلي دي. د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزی وايي پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې په کوټ ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زياته کړه د يادې ولسوالۍ د جاتو کلا په سيمه کې دوه وروڼه ناپېژانده وسله والو پر ډزو وژلي دي. عبدالزي وويل وژل شوي ملک محمدامين او محمدزمين نومېدل او ملک امين د سيمې قومي مشر و.