مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د اجرايي رییس لومړي مرستیال ته ۱۱ سلاکاران ټاکل شوي

احمد فیصل
د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان ته هم ١١ سلاکاران ټاکل شوي دي. د اجرايي رياست د لومړي مرستيال له مطبوعاتي دفتره د سلواغې په ١١مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ١١ سلاکاران د لومړي معاونيت په وړانديز او د اجرائيه رياست د (٠٩٢) ګڼې حکم پر بنسټ ټاکل شوي دي. سرچينې زياته کړې، دغه سلاکاران په مافوق رتبه بست کې مقرر شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد حکم له مخې، ډاکټر محمد ظاهر د سياسي او نړيوالو اړيکو په چارو کې، ډاکټر محمدحليم تنوير په کلتوري او ټولنيزو چارو کې، عبدالجبار شلګرى په حقوقي او پارلماني چارو کې، قاضي نجي الله په ديني چارو کې او ډاکټر صفي الله د کلتوري او رسنيو په چارو کې سلاکاران ټاکل شوي دي. دغه راز سرچينې زياته کړې چې ډاکټر سيف الدين د قومونو او قبايلو چارو کې، محمد مرور هم د قومونو او قبايلو چارو کې، حاجي محمد رضا فاضل په ديني چارو کې، عبدالمنان په امنيتي چارو کې، عبدالصبور توحيدي د حکومتولۍ په چارو کې او اسدالله د پرمختيايي او اقتصادي چارو کې سلاکاران ټاکل شوي دي. د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله هم ځان ته پنځه سلاکاران ټاکلي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery