مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیتي مسوولین: د کابل په لاریون کې ۲۴ کسان ټپیان شوي

د کابل پوليس وايي چې د فرانسوۍ مجلې پر ضد لاريون کې د ١٧ پوليسو په ګډون ٢٤ کسان ټپيان شوي دي خو لاريون کوونکي د دوو کسانو د وژل کېدو خبره کوي. دغه لاريون پرون د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د فرانسوي مجلې له لوري د حضرت محمد ص د کاريکاتور د خپرولو په غبرګون کې پر لاره اچول شوى و چې وروسته په تاوتريخوالي واوښت. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي رسنیو ته ويلي چې د دغه لاريون په پايله کې اووه ملکيان او ١٧ پوليس ټپيان شوي دي. هغه څرګنده کړې چې پوليس د لاريون کوونکو له لوري د کاڼو ویشتلو له امله ټپيان شوي دي. ستانکزي زياته کړې چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. د هغه په وينا، دغه پېښه ځاني تلفات نه لري. عيني شاهدان وايي چې لاريون پرون سهار اته بجې د هودخېلو له سيمې پيل شو او لاريون کوونکو هغه مهال پوليسو پر کاڼو وويشتل چې د امنيتي ځواکونو له خوا په قابل باى سيمه کې ودرول شول. د احمدمختار په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې پوليس شا ته شول او لاريون کوونکو په ساحه کې پاتې رينجر موټر په ډبرو او لرګيو زيانمن کړ. هغه وايي چې وروسته د لاريون کوونکو له خوا ډزې وشوې او پوليسو هم ډزې وکړې چې په دې ترڅ کې دوه لاريون کوونکي ووژل شول او درې نور ژوبل شول. خو له دې وړاندې د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې په دې پېښه کې يواځې دوه لاريون کوونکي ژوبل شوي دي. هغه زياته کړې وه: ((دا لاريون د قانون خلاف پرته له دې چې امنيتي ځواکونه خبر کړي، د ځينو کسانو له خوا شوى او له فرصت نه په استفادې يې د کلاشينکوف او تومانچې په وسيله پر پوليسو ډزې کړې دي.)) رحيمي زياته کړې چې پوليسو په وخت سره اقدام کړى او لاريون کوونکي يې خواره کړي او دا مهال د اصلي عاملانو چاڼ او تلاشي روانه ده. له څرخي پله کابل ښار ته راغلى عمومي سړک د لاريون له امله د غرمې تر ١١ بجو پورې د ترافيکو پر مخ تړلى و او وروسته بېرته پرانيستل شوى دى. تر دې وړاندې هم په کابل او ځينو ولايتونو کې د فرانسوي مجلې د ياد عمل په غبرګون کې سوله ييز لاريونونه شوي، خو دا لومړى ځل دى چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي. وروسته له هغه چې تېره مياشت فرانسوي مجلې شارلي ابدو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم کاريکاتور خپور کړ، دوو وسله والو د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د دې مجلې پر دفتر بريد وکړ، د مجلې د څو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ کسه ووژل او يو شمېر نور ژوبل شول. دغه دوه بريدګر چې د پاريس څنډې ته په يوه کور کې له خپلو پنځو برمته کړو سره پټ شوي وو، د پوليسو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له خپلو څلورو تښتولو کسانو سره ووژل شول. د فرانسوي مجلې دغه کار د دې لامل شو چې د افغانستان د خلکو په ګډون د مسلمانانو غبرګونونه را وپاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery