مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پولیس له بشري حقونو پر سرغړونه تورن شول

احمد فیصل
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د پولیسو د چلند په اړه د انتقاد او د دوی له خوا د بشري حقونو د نه مراعاتولو په اړه د بشر د حقونو د څار د سازمان راپور تایید کړی دی. د سیمه ییزو پولیسو د چلند په اړه د شکایتونو په دوام دا ځل د بشر د حقونو د څار سازمان د پولیسو له پر سرغړونو انتقاد کړی او ملي پولیس یې د بشري حقونو په نه مرعاتولو تورون کړي دي. په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه راپور په تایید سره د هغو حکومتي مسوولینو په اړه چې له خپل موقف څخه ناسمه استفاده کوي اندېښنه ښودلې ده. د دغه کمېسیون ویاند رفېع الله بیدار پرون ازادۍ راډیو ته ویلي، له دوی سره هم داسې موارد شته چې په افغانستان کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو ناسم چلند په ګوته کوي. بیدار وايي، حکومتي مسوولین چې سرغړونه کوي باید په جدي ډول د عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي. هغه وايي: ((د بشري حقونو نړیوال سازمان چې کوم راپور خپور کړی؛ د دې موندنې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سره ډېر ورته والی لري؛ اوس هم د دې شاهدان یو چې پولیس په ځینو مواردو کې د بشري حقونو د سرغړونکو په نیونه کې جدي اقدام نه کوي یا خپلو د هغو سره مرسته کوي؛ زموږ غوښتنه دغه ده چې دا کسان عدالت ته واستول شي او خپله قانوني جزا وویني.)) د بشري حقونو د څار سازمان خپل د ۲۰۱۴ کال په راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې اوس د پولیسو د سرغړونو پر وړاندې معافیت په یو دود بدل شوی دی. په دغه راپور کې په ځانګړي ډول د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو د چلند په اړه انتقاد شوی او دوی یې د بشري حقونو په لویو سرغړونو تورن بللي دي. د بشر د حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې له افغان حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي؛ د قربانیانو لپاره د عدالت د تامینولو او په دغه هیواد کې د بنسټونو د خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي. د کورنیو چارو وزارت چارواکو د مخه ویلي وو چې ملي پولیس د بشري حقونو ارزښتونو ته په پام سره فعالیت کوي او د سیمه ییزو پولیسو فعالیتونه هم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دغه وزارت له خوا څارل کېږي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارات دا هم ویلي دي چې په یادو برخو کې د اسنادو په وړاندې کولو سره به د سرغړونکو په وړاندې اقدام او دغو کسانو ته به سزاوې ورکړي. د بشري حقونو بنسټونه په افغانستان کې د افرادو د شخصي امنیت په ټینګښت ټینګار کوي او وايي چې دغې مسئلې ته باید سمه پاملرنه وشي. دوی دغه شان وايي چې د مسوولو ارګانونو له خوا د تاوتریخوالي د پېښو سم نه څېړل دغه ستونزې ډېرولی شي. د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې امنیتي ارګانونه باید د تاوترخوالي له عاملینو سره مسوولانه چلند وکړي او که دوی خپله په تاوتریخوالي لاس پورې کوي او یا هم په دا شان قضیو کې ښکېل وي په کار ده چې په جدي ډول تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery