مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دالسبحان مسجد( جومات) لپاره زماځانګړي اوکوټلي وړاندیزونه :


اسلام علیکم ورحمة اللّه وبرکاته ؛
 دوستانو موضوع دمسجد په اړه ده نوښه به داوي چي ترهرڅه مخکي دمسجد لنډاوخلص تعریف وکړم بیابه دکیسې تفصیل ته ولاړسم ، مسجد دسجدې لګولوځای ته ویل کیږي چي په عرف کي دعبادت اوبندګۍ مشخص اوټاکلي ساحه بلل کیږي اوهمدارنګه هرمسجد محراب لري چي دمحراب لفظ دحرب څخه اخیستل سوی دی چي په عربي کي حرب دجنګ اوجګړې په مفهوم دی خودبشري جګړیزناتارڅخه په مطلق توپيرسره بلکي دنفس اوشیطان سره دجګړې په معنادی ، وړونو:
دنن څخه دوه کاله وړاندي زمادیوه صمیمي دوست حاجي محمدرفیق په کورکي میلمستیاوه چي له نیکه مرغه زه یې هم وربللی وم اودنوموړي دوست له برکته مي دخپلویوشمیرملګرو او وطنوالوسره ولیدل ښه پوره دزړه خواله مي ورسره وکړه اوهمدارنګه مي ددوستانو اویارانوپه منځ کي ګران ورورښاغلی شفیق جان هم ولیدۍچي په حقیقت کي زموږدجلاوطني او پردیس ټولني یومهم اومؤثرغړی دﺉ ، داځکه چي موږالحمدالّله مسلمانان یو اوداسلامي ټولني یوه ضروري عنصرچي مسجد دی دهغه وچوپړته لیڅي رانغښتي دي چي په حقیقت کي يوسترخدمت دی که په پاک نیت وي نو پرمټودي برکت وي ،زه پدې باور یم کله چي داهلي ځلي دیوه ریښتني خادم په چوپړتیاکښي تباروز وکړي بیا نو سمدستي دهغه شخصیت په اړه دپيغمبر حدیث چي فرمایٌي منَ خَدَمَ فَقٌدخُدِمَ ښه مصداق جوړیدلای سي ، دوستانوراځم اصلي خبری ته په نوموړي میلمستیاکي شفیق جان دالسبحان دمسجددجوړولولپاره دځان اوملګرودهلوځلوپه اړه هراړخیزه معلومات وړاندي کړل چي دمجلس ګډونوالو خپل سوالونه ، وړاندیزونه او دریځونه مطرح کړل مقابل لوري هم په سړه سینه واوریدل او په مقابل کي يې جوابونه وویل ، زمادانتظارلحظې هم رالنډي سوې دخبرو وار مي ترلاسه کړ ما دخبرو په پيل کي دمسجد اهمیت اوپه کأیناتوکي یې دلرغونتیادثبوت دروښانتیاپه موخه دغه قرآني آیات ولوست ، اِنَّ أَوَّل وَّضِعَ للِنَّاسِ للَّذِیٌ بِبَکَّةَ : ژباړه : ترټولومخکي کور کوم چي دخلګودپاره دعبادت ځای ټاکل سوی وه هغه په مکه کښي وه ،همدارنګه په بخاري اونسایيُ کي دذکرسوي نبوي حدیث په روایت سلیمان (ع) هم دخپلوټولوکارونوڅخه مخکي د بیت المقدس مسجد جوړکړ، لکه څنګه چي ابراهیم (ع) دبیت الّله پرپخواني بنیادونودیوالونه ودرول اوننی کعبه یې ابراهیمي ملت ته په میراث پریښودل ، لدې وروسته مي د مسجد پرتاریخي بهیرهم لږرڼاواچول ومي ویل که موږدتاریخ پاڼي راوسپړو دابه راته جوته سي چي هیڅ چیري داسي څرک نسوموندلای ترڅودبشري ټولني په یوه پړاوکښي يوه ټولنه په ګوته کړو چي هغوۍ دي دمذهبي مراسمودخاصوځایونوڅخه بی برخي ،خالي اومبراء وي ،تاریخ شاهددی هرځای چي انسان ژوندکړیدی حتماًهلته دمذهبي مقدساتودمرکزونواثارپاته سوي دي ، دوستانوله تفصیل څخه تیریږم یوښه مثال په همدغه لویه وچه کي چي موږ اوسیږو دریادوم که پنځه سوه کاله وړاندي دامریکادکاشف فقید کریستوفر کولمبوس په خپلوورځني ياداښتونوکي وسپړو چي هغه مسجد (جومات) شتون ته اشاره کړېده کوم چي داوسني کیوبا پرساحلي څنډو ودان سوی وه او اوس یوه تپه ده ، همدارنګه دترکیه ولسمشر ښاغلي اردوغان هم څومیاشتي وړاندي وویل چي دکولمبوس په یاداښتونوکي دیادسوي مسجد یادونه یو ایټالوی کاشف هم کړیده او همدارنګه یوه نوم وتلي نړۍوال پوه یوسف مروه هم په کال۱۹۹۶ع کي يومفصل راپور خپور کړ ، چي ویل یې دکولمبوس ورځني ياداښتونه ددې څرګندوۍ دي چي لومړي مسلمانان امریکا ته تللي اوهلته یې ګڼ مساجد آباد کړيدي ؛ دوستانو دپورتنیوتاریخي شواهدوپه رڼا کي موږ ته دمسجد اهمیت ښه معلوم دﺉ مګرپه دې شرط چي نیت پاک وي نوبیابه منزل آسان وي که خدای مکړه نیت کوږ سو بیابه دمسجدضرار په برخلیک اخته وي ښه به داوي په لنډوټکوکي هغه تاریخي واقعه ستاسومخته کښیږدم څوارلس پيړۍ وړاندي کله چي پيغمبر(ص) دتبوک غزاته دحرکت په حال کښي وه دغه لاندني پنځه نفره پيغمبر(ص) ته راغلل چي عبارت دی - ۱ معتب بن قشیر-۲ ثعلبه بن حاطب -۳ خذام بن خالد -۴ ابوحبیبه بن الازعر- نبتل بن حارث دوي ټولودپيغمبر(ص) څخه وغوښتل چي په خپل امامت ددوي په نوي جوړسوي مسجدکي جماعت ورکړي مګردوی ته پيغمبر(ص) وویل چي اوس دتبوک غزاته روان دﺉ له راتګ وروسته به البته تصمیم ونیسم ، خوکله چي پيغمبردتبوک دغزاڅخه راوګرځیدﺉ نویې مالک بن دخشم او معن بن عدي دهغه د ورور عاصم بن عدي په شمول راوغوښتل او ورته وې ویل چي ولاړسۍ دضرارمسجد له بیخه وکاږۍ اوبیایې وسوزوي چي هغوﺉ هم دامسجدله بیخه وکښی دوستانو اوس راځم بیرته دخپلي کمونیټي دمسجد وخبروته دنن څخه شاوخوا اته کاله وړاندي هم په ټورنټوکي دحضرت عثمان دمسجد دجوړیدولپاره هم ډیري هلي ځلي وسوی مګرسوال دادي چي ولي ناکامه سوه ؟ زموږکمونیټي (ټولني) هغه وخت هم دمسجددشتون لپاره سخت ضرورت درلودﺉ خوزما په أند لاندني عوامل یې دناکامۍ موجب وګرځیدل ، الف - یوماپښين په ډانمیلزکي دحاجي زلمي کوم چي تازه له حجه راغلی وه دده کورته دراغلو میلمنو دبحث په نتجه کي تصمیم ونیول سو چي باید دیوه مسجددجوړیدولپاره هلي ځلي پيل کړي خوپه هغه مجلس کي زماوړاندیز داوه که دخپلي کمونیټي لپاره دخیراوښيګڼي په نیت را لاړیږﺉ اوداتفاق پربنسټ مسجد جوړوی نوپه عمومي ډول دیوه غټ مجلس لپاره لاره هواره کړی بیادهغوی له منځه دهغوی په خوښه دمسجددرهبري شورا هیُت وټاکی خوزماوړاندیزته چازړه ښه نه کړ. دمسجددشوراغړي سره لدې چي انتخابي نه وه بلکي دیوه منلي مشرجناب سیدعبدالغفور آغا څخه پرته نور پنځه غړي یې لکه حاجي سردارمحمد ، حاجي نثاراحمد ، حاجي احمد، حاجي آغامحمد اوسرګردان عبدالَّله یې ټوله دمشرتوب یادشورادغړیتوب دمیعارونوسره موافق نه وه چي اکثره یې بیسواده وه بل داچي صبراوزغم یې هم نه درلودچي زه یې یوه بیلګه دلته درته وړاندي کوم کله چي دافغانانواتحادیه دحضرت عثمان په نوم دمسجددجوړیدو دهلوځلو څخه خبرسوه نو دامسُله یې جدي ونیول اومحترم انجنیرصاحب داتحادیې پخوانی ریُس یې دخپل استاذي په ډول دخبرولپاره راولیږی چي دسرګردان عبدالُله په کورکي ددواړوخواوو ترمنځ خبري پيل سوې چي انجنیرصاحب خپل مشخص وړاندیزونه لرل چي دهرډول مرستي تیاری یې وښود او وړاندیز یې وکړ چي ومسجدته آن په اتحادیه کي هم ځای ورکړي مګردمسجدغړو بیااستدلال کاوه چي مسجدبایدمشخص ځای ولري اواتحادیه وغیري شرعي محافلوته اجازه ورکوي څوبالاخره دمسجددشوراغړي ورته وایې چي موږاتحادیه ته ضرورت نلرو ملاسردارمحمد ورته وایي موږدچامادي مرستوته اړتیانلرو اوپه خپلومټو یې جوړو، دلته انجنیرصاحب پوښتنه کوي چي که تاسوداتحادیې مرستي ونه غواړﺉ نومسجدیولوی مبلغ پيسوته اړتیالري بیانوتاسي داغټ مقدارپيسې څنګه پيداکوي؟ خونوموړي بیاپه خوراروښانه ټکوکي ورته هغه زړه خبره راغبرګه کړل چي زماپه فکر ددغي ورځي څخه لاري سره بیلي سوې؛ اوهغوی ته دمسجد درهبري ضعف له ورایه څرګندسو اوهیليیې په یأس بدلي سوې ،
 نورومثالونوته نه ځم راځم داوسني السبحان مسجدته خپل دریځ او وړاندیز وړاندي کوم :
مادعثمان مسجد ته درې وړاندیزه لرل ؛ اول : یو لوۍ بین الافغاني مجلس دي جوړکړل سي لس تنه شورا دي دهغوۍ دخوښي په صورت کي وټاکل سي ،
 دوهم سمدستي دي دمسجددرانیولولپاره عملي قدمونه پورته کړل سي ،
 مالي منابع دي په لاندي ډول ولټول سي ، الف: ددوه سوو افغانانوڅخه دي دسړي پرسر دوه نیم زره بسپنه اودوه نیم زره ومسجدته دقرض په ډول واخیستل سي چي دابه یوملیون ډالره و مسجدته په لاس ورسي پاته سوه داپنځه سوه زره ډالره قرض دهغوخلګوله جیبوڅخه پوره کړي چي ددې دوه سوه څخه اضافه وي په پای کي ویلای سم چي سره لدې چي دعثمان دمسجد دبنیاد سره دقلمي همکاري افتخارزماپه برخه وه مګرترپایه څوک حاضیرنه سوه چي دمسجد دشورا لپاره دډیروافغانانوله منځه دهغوۍ په خوښه ټاکلوته زړه ښه کړي ، نو اوس هم په ډیر احترام اوادب زه هیله کوم چي دالسبحان مسجد مشرتابه هیُت پورتني موادپه نظرکښي ونیسي اوخدای مکړه چي دعثمان مسجد په برخلیک اخته سي .

وماعلینالاالبلاغ

ستاسو خادم

 محمدسروریمین

۲۰۱۵د فبروري اوله

 ټورنټو کاناډا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery