مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولي محصلین سیاست ته مخه کوي

شېراحمد نورزاد


 
نه مي غوښتل د سیاست په اړه څه ولیکم خو بیا ضروري بولم چي د پوهاوي په موخه پري یوڅه رڼا واچوم د سیاست له پیژندني ،تعریف د هغه له اړخونو او ډولونو تیریږم سیاست موضوع ډیره اوږده فلسفه ده د سیاست په باره کي علماوو او پوهانو ډیري عملي مقالي او کتابونه لیکلي دي په سیاست کي غرب پوهانو ډیر نظرونه ورکړي دي او سیاست د اسلام له نظره بیل بحث دی په هر صورت زه یي پیژندني تیریږم او اصلي موضوع ته راځم .

چي ولي محصلین له خپله مسلک څخه سیاست ته ځي او ولي له خپله مسلکه څخه مخه ښه کوي ددي ستونزي څه دي او محصل له کومو ستونزو سره مخ کیږي دا هغه پوښتني دي چي د هر چا په ذهن کي ګرځي د محصلین مخه کول سیاست ته ډیري ستونزي پيښوي لمړي دا چي محصل له خپلو درسونو سره اشنایي کموي او ټوله توجو یي د سیاست خواته کیږي دوهم دا چي له خپل مسلک سره یي مینه کمیږي د سیاست په دریاب کي غرقیږي نه یوازي مینه کمیږي بلکه د خپل مسلک سره کرکه پیدا کوي او د سیاست په  فکرونو او سوچونو کي غرق شي .

ښه مثالونه یي فیسبوک ،ټویټر او نوري ټولنیزي رسني دي چي محصلین ددي پرځای چي پخپل مسلک اینجینري ، طب ، اقتصاد او نورو برخو کي لیکني وکړي یا څه وژباړي او یا د خپل مسلک په باره کي ټولني ته څه وړاندي کړي مګر دوي ټوله موضوع به په سیاست را څرخي او سیاسي بابولالي به لیکي د نوري دنیا محصلین په خپل مسلک کي څیړني کوي په څیړنو او سرچ ډیر تاکید کوي ځکه دغه وخت د زده کړي او پوهي فرصت بولي خو موږ محصلین ددي پرځای چي سرچ یا څیړنه وکړو بلکه سیایت ته مخه کوو او په سیاسي ډلو ټپلو پوري ځان تړو او سیاسي فعالیتونو لاس پوري کوو .

دغه سیاسي کړني نه یوازي د زده کړو مخه نیسي بلکه له مسلکه کرکه او نفرت منځته را ولي  ښه به داوي چي کوم وخت سیاست ته ورکوي او یا په سیاسي فعالیتونو تیروي همغه وخت خپلو زده کړو ته ورکړي او د خپلي پوهي لاسته راوړلو کي کوښښ وکړي ترڅ، خپل مظلوم او غریب ولس ته څه وړاندي کړي او د ټولني ښیرازي سبب وګرځي .
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery