دخپریدو نیټه : 2015-02-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کابل- جلال اباد لویه لار بیا د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده
احمد فیصل
د کابل- جلال اباد لویه لاره یو ځل بیا د درونټې سره نږدې د ترافیکو پرمخ ټړل شوې ده. په ننګرهار ولایت کې د تیرې ورځې د سختو بارانونو د اورښت له امله د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې سیلابونه را وتلي دي. د سرخرود په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د درونټې سره نږدې د ننګرهار پوهنتون په سیمه کې د کابل جلال اباد او جلال اباد لغمان ترمنځ د سړک یوه برخه هم ویجاړه شوې چې ورسره دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ هم تړل شوې ده. تیره ورځ هم دا لویه لاره درونټې سره نږدې د غره د یوې برخې د ښووئیدلو له امله د څو ساعتونو لپاره تړلشوې وه.