دخپریدو نیټه : 2015-02-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني ټول افغان ولس ته د کرکټ د لومړۍ بریا مبارکي ویلې ده
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې د لومړۍ بریا له امله هېوادوالو ته مبارکي وویله. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان د بریالیتوب له امله د افغانستان ملت، د کرکټ بورډ ادارې او د کرکټ لوبغاړو ته د زړه له تله مبارکي وایي او په دې لاره کې ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کوي. اشرغني دغه بریالیتوب د ورزش په ډګر کې افغان ولس ته ستر ویاړ بللی او له ټولو افغانانو څخه یې غوښتي چې هېواد ته د ملي لوبډلې د را ستنېدو پرمهال د خپلو اتلانو تود هرکلی او د هغوی د بریاوو قدر وکړي.