دخپریدو نیټه : 2015-03-01 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په هلمند کې تر دوه سوه زيات وسله وال وژل سوي او ټپيان سوي دي .
لودين
په سويل کې د فوځ مسوولين ، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې ۲۰۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اړولو څخه خبر ورکوي .
په سنګين کې د ذوالفقار په نوم عمليات دوې اونۍ مخکي پيل سوي دي ، د سويل دپاره د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وايې ، چې په سيمه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د سرتيرو سره اوږه په اوږه جنګيږي او د هغوی سره يې حمايوي ملاتړ خورا قوي دی .
د هلمند په شمالي ولسواليو کې د ذوالفقار په نوم عمليات تر اوسه روان دي ، چې د ځايي امنتي ځواکونو تر څنګ د ۲۰۵اتل قول اردو فوځي سرتيري هم برخه پکښي لري .
په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد وايې ، چې تر دې مهاله په دې عملياتو کې ۱۶۰ تنه وسله وال وژل سوي او تر شپيته زيات نور ټپيان دي .
نوموړی په دې عملياتو کې د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله هم مني خو د شمير په اړه يې معلومات نه ورکوي ، تورن جنرال حميد وايې چې په سنګين ولسوالۍ کې د وسلو دوې لويي زيرمې هم د سرتيرو لاسته ورغلي دي .
دا فوځي قوماندان په دا ډول عملياتو کې د افغان ځواکونو پر همږغۍ ټينګار کوي او وايې چې همږغي هدف ته د رسيدو په برخه کې خورا ګټوره تماميږي .
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د مياشتو راهيسي جګړه روانه ده ، چې تر اوسه کابو سوې نه ده ، ځايي اوسيدونکي په روانو عملياتو کې دوی ته د زيانونو د اړولو ادعاوي هم کوي او غواړي چې په جګړه کې دي ښکيلي غاړي د ملکي وګړو ژوند ته زياته پاملرنه وکړي .