دخپریدو نیټه : 2015-03-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی
احمد فیصل
د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر د څو افغان دیپلوماتانو د نیولو په غبرګون کې احضار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې سید ابراز حسین پرون احضار شوی دی. سرچینې ویلي سفیر د څلورو افغان دیپلوماتانو چې پاکستاني پولیسو په پېښور کې نیولي او ځورولي وو احضار کړی دی. په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له قوله ویلي چې افغانستان دې پېښې سخت اندېښمن کړی او دغه کار یې د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو او روابطو خلاف بللی دی.