دخپریدو نیټه : 2015-03-03 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د هلمند په ځانمرګي بريد کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.
لودين
د هلمند ولايت ولايتي وياند عمر ځواک وايې چې څه باندي دوه بجي د دې ولايت د سنګين ولسوالۍ په انار باغ سيمه کې د افغان پوځيانو او ملکي کسانو په منځ کې ځانمرګى موټر بم بريد سوى دى.
د ځواک د ورکول سويو معلوماتو پر اساس چې ځانمرګى بريدګر په موټر بم کې سپور وو ، چې د ملکي کسانو او نظامي کسانو په منځ کې يې ځانته چاودنه ورکړي ده.
هغه وايې چې په دي پېښۀ کې پنځه ملکيان او دوه نظامي سرتېري وژل سوي دي.
د ځواک په خبره چې په پېښه کې دري ملکيان او څلور نظامي کسان ټپيان سوي هم دي.
هغه وويل چې په وژل سويو او ټپي سويو ملکيانو کې ښځي او ماشومانو هم شامل دي.
تر اوسه ددي پېښي په اړه نور جزيات نه دي خپاره سوي.