مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان او زموږ د سیمي راتلونکي لس کلونه به څنګه وي؟

غلام ولي نوري

پروفیسر کوکري وایې وړاندوینه کول د ریسک منل دي. دغه ریسک زموږ په سیمه کي لا زیات مشکل دئ، ځکه چي دا سیمه لا د وړاندي د خورا لویو مشکلاتو سره مخامخ ده او دلته داسي سیاسي مشران او واکمنان حاکم دي، چي د ډېرو حیرانوونکو پېښو د تر سره کول سره دلچسپي لري خو البته دغه سیاسي مشران او واکمنان په خلا کي عمل نه کوي.
افغانستان او دا سیمه د نړۍ د خورا نا قرارو سیمو څخه ده او دلته داسي پيښي رامنځ ته کیږي چي په نوره نړۍ کي یې خورا لږ ساری لېدل کیږي. دا سیمه په نړۍ کي تر ټولو نا امنه سیمه ده او که منځنی ختیځ هم ور ګډ سي نو تر ټولي نړۍ زیات ناکام دولتونه  (Fail State)په همدې سیمه کي موجود دي لکه سوریه، عراق، یمن، لیبنان، پاکستان او افغانستان. زموږ راتلونکی که هر څه وي خو ددې شپږو عنصرونو تر اغیزو به لاندي وي او دوی به ورته لوری ټاکي لکه خاموش اکثریت، دولتي تروریزم (State Sponsored)، سیاسي اسلام، د عقلانیت سره مخالفت، د زبرځواکونو مداخله او اقتصادي پوټینشل.
خاموش اکثریت: زموږ د سیمي په هیوادونو کي د دولت واکمنان په زور سره قدرت ته رسیدلي دي، چي ټوله هیواد یا د یوه کس او یا هم د یوې ګورنۍ او یا هم د یوې کوچنۍ ډلې له خوا چلول کیږي او نوري پراخي پرګنې په دولت کي د هیڅ رول واک نه لري او واکمان یې د هیواد ټولي شتمنۍ پر خپل شخصي ژوند پرېمانه مصرفوي. دغه اکثره حکومتونه په خپلو خلکو کي مشروعیت نه لري او په نړیواله ټولنه کي په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي. په دغو هیوادونو کي میډیا اوس دې ته لاره برابره کړې ده، چي مدني ټولني او نور فعالین په کي راوټوکیږي، وګړي یې د نوري نړۍ سره په تماس کي سي او د هغوی د فعالیتونو او افکارو څخه الهام واخلي که سه هم په ځینو هیوادونو کي د سیلانیانو پر ورتګ، میډیا او د انټرنیټ پر استعمال ځیني قیودات لګېدلي دي. په دې واکمنانو کي خو یې ځینو خپل په لاس لیکلي کتاب ته د خدای د کتاب په شان مقام ورکړی دئ او ځیني خو بیخي د پیغمبرۍ ترمقامه رسیدلي دي. ددې هیوادونو وګړي په دې نظر دي چي حکومتونه یې د حقوقو دفاع نه کوي نو له همدې کبله د مشروعیت د لوی کمي سره مخامخ دي او همدا شی د حکومتونو د کار دوام ټکنی کوي او یا خو یې بلکل د سقوط تر حده رسوي.
دولتي تروریزم (State Sponsored) په افغانستان او سیمه کي ګڼ شمیر داسي تروریستي ډلي فعاله دي، چي مسقیما د سیمي د هیوادونو له خوا رهبري، تمویل، تجهیز او تربیه کیږي او په افغانستان کي د دوی د ګټو او نفوذ د خپراوي لپاره د هیڅ ډول تروریستي فعالیتونو څخه درېغ نه کوي. دا ډلې په افغانستان، کشمیر، عراق، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، عراق، سوریه او لیبنان کي خورا ډېري مالي او بشري منابع لري چي تر ډېره یې د ایجاد ګوته پاکستان، ایران او د امریکا متحده ایالاتو ته نیول کیږي. په افغانستان، کشمیر، پاکستان او نورو هیوادونو کي همدا ډلې د حکومتونو د ناکامۍ اصلي لامل دي. په ځینو هیوادونو او  سیمو کي د ځایې خلکو له خوا دې ترهګرو ډلو ته له دې کبله ښه راغلاست ویل کیږي چي د استبدادي حکومتونو او واکمنانو څخه یې د نجات یواځينۍ هیله ګڼي خو دا ډلي هم ډېر ژر په اولس کي محبوبیت د لاسه ورکوي او د خپل فعالیت او د طرز او تفکر له کبله د ډېر وخت لپاره دوام نه کوي او یا یې د دوام ضرورت ختمیږي نو له همدې کبله په یوې بلې ډلي بدلیږي او یا له منځه وړل کیږي، چي هغه بیا د پخوانۍ ډلې په پرتله څو برابره سخت دریزه وي او یا هم کله خپل مخترع ته په بلا اوړي. په ظاهره خو تر اوسه داسي ښکارېدل چي په افغانستان کي د طالبانو او عراق کي د امریکا د خوا د ایران ضد ریژیمونو نړول ایران ته ګټه کړې خو اوس دا دئ ایران په سیمه کي د ترهګرو سره په څو ډګرونو کي یوې ناپایه جګړې ته ننوتلی دئ او زما په نظر غربیانو به همدا شی غوښت. پاکستان زموږ په سیمه کي د پټو او ښکاره ترهګرو ډلو په لرلو سره یو برلاسی هیواد وو خو اوس یې هغه طلسم د داعش په راپیدا کېدلو سره لکه چي له منځه تلونکی دئ او دا لس کاله کيږي چي په خپل کور کي د هغو ډلو سره په جنګ اخته دئ چي دوی خپله د نورو د مهار کولو لپاره ایجاد کړي وې. په اغلب ګمان سره د پاکستان له خوا طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته اماده کول په دې سیمه کي د داعش د ظهور د ویري له کبله وي، ځکه چي پاکستان نه غواړي هغه توندلاري ډلې چي خورا ډېره سرمایه ګذاري یې پر کړې ده په اسانۍ سره له لاسه ووځي او دوی ته په بلا واوړي. ددې کار نتیبحه به داسي چي د سیمي حکومتونه به د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به په راتلونکو لسو کلونو  نوري داسي ډلي ایجاد کړي او دا کار به د سیمي په بې ثباتي کي خورا لوی رول ولوبوي. 
د سیاسي اسلام بحث په عربي نړۍ کي تر افغانستان او زموږ تر سیمي اوږده سابقه لري او دا عنصر خورا پکي غښتلی دئ، که څه هم دلته د سیاسي اسلام نظریه پر افغانستان د شوروی اتحاد د یرغل سره تړلې ده خو د طالبانو په وخت کي یې وده وکړه. په افغانستان کي د طالبانو د حکومت په وخت کي د سیاسي اسلام نظریې د منځنۍ اسیا ډېرو هیوادونو ته سرایت وکړ او هلته یې د ځایې حکومتونو د بدلولو هڅي وکړې، خو د طالبان د حکومت تر ړنګېدو  وروسته  هغه خوځښتونه یا خاموشه او یا د حکومتونو له خوا سخت وځپل سول خو اوس هم هلته د سپرغۍ په شان پراته دي، کېدای سي، چي په سیمه کي یوه نوې پېښه هغوی بیرته راژوندي کړي. دوی به حکومتونو ته سخت مشکلات ایجاد کړي او کېدای سي چي ځيني خو بیخي ړنګ کړي خو دوی به د طالبانو په شان ونه سي کولای چي پر یوه بسته هیواد واک وچلوي البته په ځینو لویو او کوچنیو ولایتونو کي به خپل واک او د خپلي نظریې سره سم حکومتونه جوړ کړي. د سیاسي اسلام د نظریې د تطبیق لپاره داعش یوه نوې پدیده ده، چي ددې ټولې سیمي لپاره پلان او تشکیلات لري. داعش لا مخکي د افغانستان او پاکستان په ځينو سیمو کي خپل فعالیتونه پیل کړي دي. دا هم امکان لري چي طالبان پر څو ډلو وویشل سي، یوه ډله به یې د افغان حکومت سره یو ځای سي، بله به یې د داعش سره ملګري سي او بله یې کیدای سي د دواړو څخه بېل یوه بله لاره واخلې. داعش لا له وړاندي خپل بیرغونه د افغانستان او ترکمنستان پر سرحد درولي دي چي دا کېدای سي د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره د خطر زنګ وي. داعش د طالبانو  برعکس یوه نړیواله سلفي ایډیالوژي لري چي تشکیلات یې د اروپا، شمالي امریکا، اسټرالیا، افریقا، منځني ختیځ او اسیا کي غځېدلي دي. ویل کیږي چي داعش ۲،۵ بیلیونه نقد ډالر لري او په عراق کي د تیلو د ذخایرو څخه د ورځي ۳ میلونه ډالر عاید تر لاسه کوي. د داعش په شان ډلو رامنځ کېدل به په ډېرو هیوادونو کي د وړو او لویو خوښتونو د راپورته کېدو سبب سي خو ددغو ډلو سره به ځایې حکومتونه سخت چلن وکړي، چي د دوی دا کار به د هغو کسانو د لا فعاله کېدو سبب سي چي د اسلام په اړه نوي تعبیرونه لري او سیاسي اسلام ورته د استبدادي نظامونو څخه د خلاصون یواځینۍ لاره ښکاري. په راتلونکو لسو کلونو کي به د سیاسي ازادیو لپاره سخته مبارزه روانه وي او ددې مبارزې کنټرول به تر ډېره حده د سیاسي اسلام د پلویانو په لاس کي وي.
د عقلانیت سره  مخالفت: څرنګه چې پدې سیمه کي زیات خلک د بې عدالتۍ احساس کوي او ددې بې عدالتۍ د ختمولو لپاره معقولې لارې نه ورته ښکاري نو د خپلو مشکلاتو د توضیح او حل کولو لپاره به ګڼ کسان په غیر معقولو حل لارو پسې وګرځي،چي په راتلونکو لسو کلونو کي به زموږ په سیمه کي عام پسند او د عقلانیت مخالف کسان ډېر سي. دوی به ددې پر ځای چي د خپلو مشکلاتو د حل پر لارو چارو غور او فکر وکړي ډېر وخت به د یو او بل په ملامتولو تیروي، د ستونزو د عملي کارونو پر ځای به په شکایت کولو ډېره انرژي لګوي او د فعال پر ځای به د انتظار حالت غوره کړي. دوی به خپل ټول راتلونکی په امریکا پوري تړي یعني که امریکا وغواړي نو د دوی سیمه په یوه شپه کي ګل وګلزار کولای سي او که یې نه وي غوښتي نو بیا دا کار امکان نه لري. ددې سیمي اکثره وګړي به د خپلو مشکلاتو د منطقي تحلیل پر ځای ځان د پخواني تاریخ او خپل پلار او نیکه د توري وهلو د کیسو په وریادولو تسکین کړي او په روحي علاج پسي به وګرځي، په تاریخ کي په تلانو پسې ګرځېدل او ځان په تیرو زمانو کي پټول به دا نتیجه ولري، چي زموږ په سیمه کي چي لا د وړاندي د تاریخ او ټولنپوهني علمي مطالعه کمزورې ده لا نوره هم کمزورې سي او دغه کمزوري به د مشکلاتو په غوڅولو کي زموږ د سیمي د ولسونو وړتیا نوره هم کمه کړي، البته چین او هند به ددې کمزورۍ څخه مستثنا وي.  په راتلونکو لسو کلونو کي به ددې سیمي د ولسونو د هنري تولېداتو او ادبیاتو ونډه خورا لږ وي او که وي هم نو چندان جالب به نه وي. په راتلونکو لسو کلونو کي له عقلانیت سره د مخالفت او عام پسندي روحیې د غلبې د کبله به د عصریتوب بنسټیزه ارزښتونه لکه ازادي، مساوات او استدلال چي لا د مخکي په دې سیمه کي ورته په ښه سترګه نه کتل کیږي دا نظر نور هم غښتلی کړي چي دا خو د غرب کلتوري میراث دئ او د استعماري کلتور برخه ده. دغه راز د ساینسي مطالعاتو بهیر به چي زموږ په سیمه کي لا د مخکي د سختو مشکلاتو سره مخ وو، نور هم ټکنی سي. ځيني زاړه او نوي ریژمونه به د وسلو د جوړولو په برخه ځیني ساینسپوهان ونازوي او په دې برخه کي به پیسې مصرف کړي خو له لویه سره به ساینس لویه صدمه وویني ځکه چي په ټولنه کي به د عقلانیت، استدلالي تفکر او ساینسي تفکر کمزوری سوی وي، ځکه چي کله په یوه ټولنه کي عقلانیت مهم مقام ونه لري، په هغه ټولنه کي ساینس وده نه سي کولای.   په دې حساب په راتلونکو لسو کلونو کې ددې سیمي د ساینسي بریا هیڅ توقع نه سو کولای.
د زبرځواکونو مداخله: دا څو پېړۍ کیږي چي افغانستان او دا سیمه د زبر ځواکونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه ده. افغانستان په ۱۹، ۲۰ او ۲۱ پیړیو کي کله هم د غربي او کله هم د شرقي زبرځواکونو له خوا اشغال سوی دئ. که افغانستان او دا سیمه د زبرځواکونو د مداخلې ډګر نه وي نو کېدای سي چي دلته هره جنجالې مسله اخیر یوه منطقي د حل لاره ومومي. د امریکا متحده ایالات او ناټو په افغانستان کي تر اروپا بهر تر ټولو اوږده او ګران بها ماموریت تر سره کوي. د امریکا متحده ایالاتونو او ناټو له خوا د افغانستان تر اشغال وروسته دا سیمه د نړۍ په نا امنه سیمه بدله سوې ده. که د یوې خوا طالبان په افغانستان کي د روسیې او په منځنۍ اسیا کي د هغو هیوادونو لپاره چي د روسیې څخه تر روسي بلاک تر نړېدلو وروسته ازاد سوي دي خو بیا یې هم تر نیمه نفوذ لاندي دي، خطر ګڼل خو د بلې خوا د امریکا متحده ایالات او د دوي ملګري غواړي د منځنۍ اسیا هیوادونه د حکومتونو په تغیر سره خپل لوري ته را ماته کړي او مسکو ته  داسي یو کار د روسیې د ګټو په وړاندي یو لمسونکی عمل ښکاري او په ځينو مواردو کي طالبان او طالبانو ته ورته نوري ډلې او امریکا روسیې ته یو شان خطر متوجه کوي. همدا لامل دئ چي روسیې ددې هیوادونو د ور سره ساتلو په خاطر سیمه یز او نړیوال امنیتي سازمانونه جوړ کړل یا یې غړیتوب تر لاسه کړ تر څو خپل ملګري هیوادونه د غرب د مداخلې څخه وساتې. په افغانستان کي د امریکا حضور د چین لپاره هم اندښمن کوونکی دئ. چینایان ګومان کوي چي د چین د سینژان ایالات د ایغور په سیمه کي د (شرقي ترکستان حرکت) چي د چین څخه ځان جلا کول غواړي د غرب له خوا حمایه کیږي او امریکا کوښښ کوي، چي پدې سیمه کي د چین د اقتصادي او سیاسي نفوذ د غوړېدو مخه ونیسي. ایران په افغانستان کي د امریکا حضور د خپل ملي امینت په وړاندي یو تهدید ګڼي نو له همدې امله په افغانستان کي د امریکا په وړاندي ځان ته د هر ډول مبارزې حق ورکوي. پاکستان هم په افغانستان کي د امریکا او ناټو د حضور څخه ناکرار دئ، دوی  فکر کوي، چي د (پاکستان د طالبانو اسلامي تحریک) د غربیانو له خوا حمایه کیږي او امریکا او ملګري یې بیا پاکستان او ایران په افغانستان کي په ناکرارۍ جوړولو تورنوي. د همدې بیري له کبله چین او روسیې د (شانکهای د همکارۍ سازمان) رامنځ ته کړ، تر څو پر وخت امریکا له خوا د ورپيښو خطرونو ته جواب ووایې، چي چین، روسیه، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان یې دایمي غړي دي او د مېلمنو او ګډون کوونکو نوملړ یې کال په کال پسې زیاتیږي. بیا به هم زموږ راتلونکي لس کلونه د زبر او سیمه یزو ځواکونو د مداخلو تر تاثیر لاندي وي او لوری به ورته ټاکي.
اقتصادي پوټینشل: تخمیناً چین ۲۲ ټریلیونه ډالر د ۱۳۰۰ ملیونو نفوس پر سر لري او همدا شان امریکا ۲۲ ټریلیونه ډالر د ۳۰۰ ملیونو نفوس پر سر لري. د یوې موثقي مرجع له قوله چي په افغانستان کي د ۳۰ ټریلونو ډالرو په قیمت خام مواد پراته دي نو که دا رښتیا وي بیا خو نو یوازي افغانستان د تر ټولي شمالي امریکا زیات شتمن هیواد دئ. چین غواړي چي په راتلونکو لسو کلونو کي  افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا ټول هیوادونه د ۱۲ زره کیلومتره د اورګاډي پټلۍ او ۷۵۰۰ کیلو متره (موټر های وې) په جوړولو سره د اروپا سره ونښلوي، په دې معنی که یو کس په کندهار کي په اورګادي کي سپور سي نو په اروپا کي به کښته کیږي. همدا شان چین به د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره د خپلي اړتیا ۶۰ فیصده نفتي مواد د پایپ لین له لاري، چي د منځنۍ اسیا د لاري تر روسیې او د افغانستان او ایران د لاري به منځني ختیځ ته غځول کیږي پوره کوي. افغانستان د چین سره د واخان د لاري د لاجورد د پروژې له لاري نښلول، افغانستان د تاجکستان، ترکمنستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان سره د اورګاډي د لاري وصل کول، د افغانستان، تاجکستان او پاکستان تر منځ د (کاسا ۱۰۰۰) برېښنا پروژې تطبیق کول، کابل د اورګادي د لاري د ایران د چا بهار د بندر سره وصل کول، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د (TAPI) د تیلو او د کازو د پایپلین د پروژې تطبیق، پر کونړ سیند د برېښنا د تولید لپاره د بند جوړل، د افغانستان په معادنو کي د نړیوالو کمپینو سرمایه ګذاري، د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي دهلیز جوړول او په زرګونو نورو داسي پروژو په عملې کولو سره دا سیمه د نړۍ په تر ټولو شتمنو سیمو بدلولای سي. که ددې سیمي بشري منابع، نفتي ذخایر او معادن د ښې همسایه ګۍ په فضا کي وکارول سي نو داسيمه به په خورا لنډ وخت کي د تر غربي اروپا ثروتمنده سي. د ښیزازۍ ددې ټولو پروژو په نه تطبیق کي ددې سیمي هر هیواد خپله ونډه لري خو د خنډ تر ټولو لویه ګوته پاکستان ته نیول کیږي او د امریکا متحده ایالاتونه هم د ځینو پروژو د تطبیق په مخنیوي کي پړه ګڼل کیږي. په دې معنی که زموږ راتلونکی هر څه وي خو زموږ د معادنو، نفتي ذخایرو، بشري قوې زموږ د سیمي د اقتصادي اهمیت تر اغیزي به لاندي وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ:
- د استاد پروفیسر کروکي  مقاله.  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery