مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولي کوتره

حاجي محمد نوزادی

د خپلو اوښکو سیلاب ،

خړو موجونو سره ،

پر دغه کلي باندي ،

یو ستر توپان راوستی .

داسي توپان چي ډبرین دیوال یې ،

مخه نیولای نه سي .

مګر واړه بڅرکي ،

له لګېدلي اور  نه ،

خاموشولای نه سي .

او کور پر کور د کلي ،

هره حجره ورانوي .

هم یې ژوندی جونګړه ،

هم هدیره ورانوي .

دلته کوګل د هاتف ،

هغه پیغام هیر کړی .

چي کړي پرې اوښکي پاکي ،

هغه الهام هیر کړی .

خو ډیر کلونه وروسته ،

یوه کوتره سپینه ،

پاس په هوا ،

له لیري لیري څخه  ،

راته وزر  و ښئي .

لا مو تر کلي پوري ،

را رسیدلې نه وي ،

چي د نامرد ښکاري خونخواره ګوته ،

تر ماشې ورسیږي .

هلته هوا کي د هغې کوتري ،

سپین مرمرین ستوني کي ،

هاتف د سولي هغه دم شهید کړي .

سپینو بڼکو کي پیغام پر  په پر ،

بس تور بادونه یوسي .

او پر خاورینه کره ،

ابلیس اتڼ ته پاڅي .

هلته شفق پر څنډو ،

د فرشتې له لیمو ،

تروې اوبه و څاڅي .


          ډنمارک ــ ۱۲ /  ۳ /  ۲۰۱۵

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery