مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-01   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار پوهنتون د ( سولې ) تر نامه لاندي مشاعره جوړه کړل .

لودين
د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنڅي په نوښت نن د کندهار پوهنتون په انګړ کې د ( سولې ) تر سرليک لاندي مشاعره جوړه سول . د مشاعرې د پيل وينا د دې پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل وکړل ، نوموړي وويل چې کندهار پوهنتون د ټول هيواد په کچه د کيفيت په برخه کې لمړی مقام ګټلی دی او په وينا يې چې پوهنتون ته دا افتخار د هغو زيارکښو استادانو له امله ور بخښل سوی دی ، چې شپه او ورځ د محصلينو په روزنه کې خولې تويوي . ښاغلي توتاخېل محصلين د خپلو زده کړو دوام ته را وبلل او زياته يې کړه چې دوی ته سترګي په لاره راتلونکې روښانه کړې . وروسته مشاعره پيل سول ، چې پر مهال يې محصليو شاعرانو د سولې ، وطن ، امن او بيلابيلو برخو کې ډول ډول شعرونه وويل ، چې د برخوالو له لوري په چکچکو بدرګه سول . د مشاعرې په پای کې د غوره شعرونو شاعرانو ته تحفې او سوغاتونه هم ورکړل سول .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery