مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسه ویښ شه!


د ننګرهار د پیښی شهیدانو ته د خدای پاک جنتونه په نصیب کړی، زخمیان  د الله پاک ژر تر ژر جوړ کړی.
بدبختآ چی زموږ هیواد هر ورځ د ورته خونړیو، غیری اسلام او د انسایت څخه بهر پیښو سره لاس او ګریوان دی، داسی ورځ نشته چی زموږ په هیواد کی د ویر نه وی.
له ولسمشر یی نیولی بیا تر عادی وګړیو پوری یوازی پیښه وغندو او قربنیانو ته یی دوا وکړو، خو د هیڅ چا سره دا سوال نه پیدا کیږی چی دا څوک کوی؟ ولی یی کوی؟ د افغانانو لپاره څه کول پکار دی؟ تر څو یی مخه ونیول شی.
معلومه خبره ده چی دا د پاکستان د آی اس آی کار دی، پاکستانی استخبرات عواړی چی د همدغه شان خونړیو پیښو په تر سره کولو سره افغانستان تر خپل فشار لاندی وساتی تر څو غیری مشروع ګټی چی په افغانستان کی یی په پام کی لری لاس ته راوړی.
د افغانانو لپاره په کار ده چی د خپل موقف په لرلو سره چی په خپله ټولنه کی یی لری ایمانی او ویجدانی دنده وبولی تر څو د ورته خونړیو پیښو لکه څو ورځی وړاندی چی په بدخشان کی د سرتیریو سرونه پری شول یا په خوست کی پر ملکی بی ګنا او بی دفاع خوستیانو ځانمرګی برید وشو او یا دا نن د ننګرهار خونړۍ پیښه چی پیښه شوه مخه ونیسی.
که د افغانستان هر وګړی خپله دنده په ښه توګه تر سره کړی د ورته پیښو مخنیوی کیدلای شی. د مثال په توګه.
که چیری دا پورته پیښی چی یادونه یی وشوه د اسلام له نظره روا وی نو د افغانستان د اسلامی شورا له عالمانو یی نیولی بیا تر جوماتونو پوری ټول ملا امامان د په نره د یادو شوی پیښیو طرفداری اعلان کړی خپلو امیانو ته د ووایی چی سرکار کافر دی، پر عامو خلکو چی کومی پيښی تر سره کیږی جهاد دی. خو که داسی نه وی سرکار هم مسلمان وی او رایت یی هم مسلمانان وی بیا د همدغه اسلامی عالمان د خدای پاک بندهګان شی د آی اس آی بندهګی د نه کوی او نه د له آی اس آی څخه ویره کوی په جمعاتونو کی د په ډاګه اعلانونه وکړی چی دلته جهاد نشته او نه روا دی کومی پیښی چی په افغانستان کی تر سره کیږی دا د پاکستان استخبرات د خپلو ګټو لپاره تر سره کوی د اسلام او جهاد سره هیڅ ډول رابطه یا اړیکی نه لری، غیری اسلام او غیری انسانی عمل دی. همدغه رنګه د ملا یان صاحبان د بیګنا وګړیو د وژولو پر جرم خپلو خلکو ته مالومات ورکړی او د دا ډول  بی موجبه وینی تویونی او  ګناه څخه چی په اسلام کی یی لری خبر کړی.
همدارنګه دولت او بیا په ځانګړی ډول حکومت مکلف دی چی د خپلو وګړیو امنیت تامین کړی. دا که د سولی له مخی وی او یا د جګړی له مخی. په جکومت کی بیا د ملی امنیت دنده ده چی خپله وظیفه چی د هیواد امنیت دی په سمه توګه تر سره کړی، د هری وسیلی کار واخلی تر څو په بیا بیا خونړی پیښی چی پیښیږی مخه ونیسی. د افغانستان د ملی امنیت لپاره پکاره ده چی تر پیښی پیښیدو وړاندی هغه ځای ته ځان ورسوی په کوم ځای کی چی د پیښو پلان جوړیږی په هم هغه ځای کی یی خنٍثا کړی. دا څنګه پاکستانی استخبرات دی چی هغوی یو کار کولی شی ته یی مخه نه شی نیولی یا هغوی یو کار کولای شی تاسو د افغانستان استخبرات یی نه شی تر سره کولای؟
همدارنګه د رسنیو، ژورنالیستانو او لیکوالانو دنده ده چی خپل ولسونه په هغه څه خبر کړی چی پاکستان یی په افغانستان کی دا ۴۰ کاله تر سره کوی، د خپلو خلکو ذهنونه پدی روښانه کړی چی کومی پیښی چی په افغانستان کی پیښیږی د پاکستان د استخبراتو کار دی هغوی یی تر شا ولاړ دی تر څو پر افغانانو باندی ناجایزی ومنی او خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی.
په اخر کی د افغانستان فرد فرد وګړی دنده لری چی د خونړیو پیښو مخه باید په خپله ونیسی دا ځکه اصل قربانی همدغه عام وګړی دی چی ورکوی یی زخمیان کیږی او په شهادت رسول کیږی.په کور کلی او یا ښار کی باید هغه افرادړ او اشخاصو ته چی د پاکستانی استخبراتو شک ورباندی کیږی او همکاران یی وی ځای ورنه کړی.باید دولت ته یی په لاس وکړی او دولت هم سخته اعلانی جزا ورکړی.  هغه کسان چی دوی ځانمرکی راولی په کور کی ورته ځای ورکوی او لار ورته ښی د خلکو پر وړاندی په دار کړی تر څو د نورو لپاره درس شی.زموږ په ګمان که دا کار په هغه شپږ کسیزه ډله چی په خوست کی څو ورځی وړاندی ونیول شوه تر سره شی ښه موقع ده چی همهغه شپږ مسان د خوست په ښار کی په داسی حالت کی په دار کړی چی د خوست ټول ولسونه موجود وی تر څو ټول ترینه د عبرت درس واخلی.

یا الله زموږ پر ځوریدلی ولس رحم وکړه ، موږ خو نور د داسی خونړیو پیښو تاب نه لرو. امین ثما امین،
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۱۸/۴/۲۰۱۵

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery