مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

محمد نعیم: په افغانستان کې د القاعدې جنګیالي نه دي پاتې

احمد فیصل
د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر ویاند وايي په افغانستان کې د القاعدې جنګیالي نه دي پاتې. ډاکټر محمد نعیم له الشرق ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د القاعدې جنګیالي له افغانستان د جګړو سیمو لکه عراق او سوریې ته تللي دي. نوموړي په دې مرکه کې دا خبره رد کړې چې ګنې د طالبانو مشر ملا عمر مړی دی او ویلي دي چې هغه خپلو کارونو ته دوام ورکوي. ډاکټر نعیم دغه راز پر افغان حکومت نیوکه کړې چې له یوه لوري وسله وال طالبان د سولې خبرو ته هڅوي او له بل لوري له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي. ده ویلي چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو ستره غوښتنه اوس هم له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery