مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د لښکرګاه پر لومړۍ امنيتي حوزې ډله ييز بريد پای ده ورسېد

احمد فیصل
د هلمند د مرکز لښکرګاه پر لومړۍ امنيتي حوزې ډله ييز بريد تر لسو ساعتو وروسته د ١٤ کسانو په مرګ ژوبلې پاى ته ورسېد. د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي تېر ماښام په شاوخوا شپږ نيمو بجو دوه ځانمرګو بريدګرو پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد کړى و. هغه زياته کړه چې يو ځانمرګى بريدګر په لومړيو شېبو کې د پوليسو له خوا ووژل شو، خو دويم يې ځان خوندي ځاى ته ورساوو او د سهار تر پنځو بجو پورې يې مقاومت وکړ. دى وايي په دې پېښه کې يواځې درې پوليس ټپيان شوي او دوه ځانمرګي بريد ګر وژل شوي او د حوزې دوه خونې هم سوځېدلې دي. په لښکرګا کې د ايمرجنسي سرچينې وايي دوی ته له يادې پېښې ۳ مړي چې يو يې په ملکي جامو کې دى او ١١ ټپي پوليس ور وړل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery