مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني له پرناب مکرجي سره کتلي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني هندوستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر پرناب مکرجي سره د اقتصادي او سودا ګريزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه ويل شوي چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ ناوخته د خپل سفر په دويمه ورځ د هندوستان له ولسمشر پرناب مکرجي سره وليدل. سرچينې زياته کړې چې د هندوستان ولسمشر له اشرف غني مننه کړې چې هند ته يې سفر وکړ. پرناب مکرجي د بدخشان په ولايت کې د ځمکې ښويېدو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ولسمشر غني او د ده له لارې د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندکړل. هغه زياته کړه، د نيپال په هېواد کې د وروستۍ زلزلې تراژيدي يې لا هېره نه وه چې اوس په بدخشان کې د ځمکې ښويېدنې پېښه رامنځته شوه. د هند ولسمشر دغه هېواد ته د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ د افغان پلاوي سفر او له هندي لوري سره د هغه ليدنې کتنې ګټورې وبللې او زياته يې کړه چې دغه کتنې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو د رامنځته کولو لپاره نتيجه لرونکې وې. اشرف غني د هند حکومت او خلکو د مېلمه پالنې او د هند د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له افغان پلاوي د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه. ولسمشر غني هند ته خپل سفر بريالى وباله او د هند له خوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شوو مرستو او همکاريو له امله يې د دغه هېواد له دولت او خلکو څخه مننه وکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery