مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

"وینه او مینه" (۱۱)

عبدالقیوم


یوولسمه برخه
لونګ سرتیری سو

هلته چی  دحکومتی تلاشۍ پر پوسته  باندی  لونګ د جلب او احضارسړو له موټر کښته کړ، نو د لونګ مور، کوتره او د هغی  نیکه هم له موټره ورسره کښته سول. دوی  هم  دری سره هلته د تلاشۍ د پوستی  څنګ ته په انتظار کښینستل.د کوتری او دلونګ دمور بیچاره  ګانو ترسترګو اوښکی بهیدې.  ګوری چی څه به پیښ سی نژدی  غرمی  ته د جلب او احضار سړو لونګ او دوه دری نور هلکان  کوم چی  عمرونه یی  وجلب ته برابر وه دموترونو را کښته کړی وه ټول  یی یوځای  ښار ته وړل.
 څه وخت چی عسکری موټر دښار پرخوا حرکت کاوه  نو د لونګ مور، کوتره او د کوتری  نیکه هم  دغه موټر ته ورپورته سول. که څه چی  سرتیرو یی  مخا لفت کاوه، خو د دوی زارۍ  او دلونګ  دمور ژړا وه چی  د  لوی افسر پر زړه خدای د رحم اوبه  تیری  کړې اجازه یی ورکړل چی  دوی موټر ته پورته سی .مشر افسر عسکروته یی وویل ښځی  ورسره دی  تر ښاره  به یی په موټر کی  ورسوو.
لوی عسکری موټر ښارته د رسیدو سره سم د جلب او احضار دکمیسارۍ  مخته ودریدی. لونګ او نورهلکان یی دموتره کښته  او دکمیسارۍ آفسرانو ته یی وسپارل .د کمیسارۍ سړو د خپلو اصولوبرابر  لونګ اونورو جلبیانو ته فورمی وا چولي.  یوه افسر دلونګ څخه د تذکری  غوښتنه وکړه.  لونګ تذکره  نه لرل د لونګ مور چی دلیری  خپل لونګ ته کتل  او دوعاګانی یی کولی  ژر افسر ته ورنژدی  سوه.افسر ته ویی  ژړل، چی وروره   دغه یو زوی  لرم، کونډه یم، رحم را باندی  وکړئ، دا زوی می  را خوشی  کړئ.  ددی زاریو ګټه نه کوله.
نو دلونګ مورو افسر ته وویل:
- وروره  زوی  خو می تذکره نه لری، اما دغه د پلار تذکره یی  را سره ده واخله. یوه عسکر دلونګ دمور څخه تذکره واخیستل دمکلفیت افسرلعل ته یی ورکړل.
د مکلفیت افسریوپخوانی ښوونکی  لعل محمد  خان ؤ، چی ټولو لعل باله. هغه دلونګ دپلار تذکره واخیستله. کله چی یی تذکره پرانستل په تذکره کی یی د اکبرغمجن پر عکس باندی سترګی و لګیدی.لعل د اکبر دعکس په لیدو سخت غمګین سو، او بی  اختیاره یی  تر سترګو اوښکی  راغلې.
ټولوناستوافسرانو ولیدل چی دتقوا لرونکی لعل محمد خان سترګی له اوښکو ډکی سوی. دا پدی چی دلونګ دپلار دتذکری په لیدلو سره لعل محمد خان ته د اکبراو نیک محمد معلم د بی  ګناه وژلو کیسه  ورپیاد سول. دا غمجنه کیسه په کلی کی هر چا اوریدلی  وه.اما آفسر لعل محمد خو اکبر او معلم نیکو دواړه له نژدی  پیژندل.
  افسرلعل محمد خپل  قلم پرمیز کښسښول او کار یی  بس کړ. یوه اوږده دخفګان ساه یی و ایستل نورو افسرانو ته یی  وویل" دغه هلک به سبا چهره کړو" افسرلعل محمد راغی او د لونګ د مورپه خوا  کی  پرمځکه  کښیناست.
-  دلونګ مورته  ویل:
-  خوری! ما وبخښه، ما تاسی  و نه پیژندلاست، داکبرکاکو دعکس په لیدو اوس پوهه سوم چی ته خو زموږ د کلی  د اکبر کاکو ښځه یې.
د لونګ مور  حیرانه  پاته سول چی دا لوی آفسر ما څه پیژنی ؟ اوبیا د لوی افسر تر سترګو اوښکی  را بهیږي. باور یی راغی چی حتمی دی پیژني ،نو اړتیا نسته چی ځان پټه کړم . افسر لعل محمد ته یی وویل  هو وروره  زه  دشهید اکبر ښځه یم.
افسر لعل محمد د لونګ مور ته وویل:
- خوری پرخدای ګرانه یی چی  زه  نن دلته وم که نه اوس به خدای خبر لونګ په کوم لیری  ولایت کی  سرتیری وای.
لعل محمد چی  پخوا یوازی  په لعل معلم مهشور ؤ، اوس لوی افسر دی. نو افسر لعل دلونګ مور او نیکه ته ځان ور وپیژندی ویی ویل  زه ستاسی دکلی معلم لعل یم. دوی  ته یی بلنه ورکړل چی راځۍ  زما سره کورته به  ولاړ سۍ. دلونګ مور دمعلم لعل نوم دخپله  وروره (معلم نیک محمد) څخه ډیر اوریدلی ؤ چی ښه سړی دی. دمعلم لعل وړاندیز یی ومانه  لعل هم دوی  ټول خپل کور ته بوتلل.
 تر ډوډۍ او چایو ورکولو وروسته یی  لومړی د لونګ مور ته خپله خواخوږی او ډاډ ګیرنه وویل. وروسته یی دلونګ دموره څخه پوښتنه وکړه وخوری پدی خبره می پوهه کړه تاسی څنګه او دڅه دپاره ښارته راغلاست؟
د لونګ مور معلم صاحب لعل ته وویل:
- وروره، ستاڅخه به یی  څه پټوم. ښار ته موږ یوه مجبوریت را وستو.  که څه چی هلته  په کلیو کی ملا صاحبانو موږ ته ویل ښارته سره کُفارراغلی  دي.  دښار خلګ هم ورسره کافرسویدی. دمسجدو څخه یی  سینما ګانی جوړی کړیدی اذان نسته .
 اه وروره! اوس نو ته  راته  ووایه  چی  د دی  سرو کفارو په څنګ کی  به موږ ژوند وکولای سو؟ که رښتیا داسی  وي،  نو اوس لا سری وخت دی، موږ به  پر بله ولاړسو، چی  خدای مکړه وروره  دلته می  دا لونګ زوی څوک را کافر نه کړي.
معلم لعل د لونګ مورته په خندا وویل:
- خوري، موږ ته وګوره چی  کافران سوی  یو که نه؟
د لونګ مور وویل:
- نه وروره، خدای دی  خوله نه را کوي، په تاسی  کی  خو والله که هیڅ بدلون راغلی وي.
معلم لعل د لونګ مورته وویل:
-خوری! هغه چی  کافرو، هغه هلته هم کافروه او دلته هم کافر دی.هرڅوک یو مجبوریت لری ،موږ دا سره  اوسپین مخی کافران نه دی  را بللی. او نه مو را وستلی  دي، دوی  په خپله راغلی  اوپه خپله به ځی. خوري! څه وکړو چیری  ولاړ سو؟ تا خو په کلی اوپاکستان  کی هر څه د سر په سترګو ولیدل، ایا اکبر کاکو کافر ؤ، که ستا ورور معلم نیک محمد کافرؤ؟
دلته دکوتری نیکه چی دمازیګر اومښام لمونځونه دکوردباندی په مسجد کی کړی وه،ملا،مسجد اوپه جمعه دزیات شمیرخلګو لمونځ  یی لیدلی وه.خبره ونیول دکوتری مورته یی وویل خوری ! ټولی خبری درواغ دی. دوی دغه خبری کولې چی  د ماخستن اذان یی واوریدی.
 دکوتری نیکه ایضافه کړه  ماخودغسی ډیرخلګ یوځای په ملا پسی ولاړه بل ځای نه وه لیدلی،داوس تازه کولوسم ځای اوهرڅه برابرټولوخلګو خپل لمونځونه وکړل.
د لونګ مور وویل:
- وروره  دخپل ورور او میړه په باب څه ووایم، ورور خو می  څه کوې، چی خپله ملا ؤ، د اکبره سره می  زیات تر پنځه ویشتو کلونو ګډ ژوند تیر کړ، قسم په خدای که هغه یوه ورځ هم لمونځ قضا کړی وي اویا یی دبل حق خوړلۍ وي.
- ښه نو خوري، چی  خبره داسی ده اوس نو ته خپله راته ووایه:د هغو په نوم  مجاهدو  اود هغوی دقوماندانانو کړنی  اسلامی  وې؟  هيڅکله نه اوس د پاکستان د ای.ایس.اي. نوکران موږ ته اسلام را ښیې. زموږ افغانان پاک او سپڅلی  خلګ دي، د پاکستان او نورو پردیو هیوادونو په اصلی  مقصد نه پوهیږي.
معلم صاحب لعل د لونګ د مور زخمی  زړه ته لاس ور وړئ.
د لونګ مور په جرأت  سره  ورته وویل:
- وروره! قسم  په خدای ج درته یاده ووم ، درواغ  هم نه وایم ، د رواغ جن دی مخ تورسی. دهغو (پوپکیانو) یو کار هم مسلمانانو ته نه پاته کیدئ داسی عملونه یی کول، چی ته باور وکړه په ویلو اویادولو یی  زه چي یوه افغانه ښځه یم و لچي شرمیږم.
ښه خوری اوس  به نوزه درته ووایم :که  چیری تاسی غواړی په ښار کی  ژوند وکړې، نو په ښار کی  هغه ځوانان چی  عمرونه یی عسکرۍ ته برابر وي، هغه باید جبری  دوه  کاله  دمکلفیت  عسکری  اوبیا د احتیاط دوره  خدمت وکړي. اوکه نه په ښارکی پر دغه سن برابر هلکان ګرځیدلای نه سی.
که ستا خوښه وي اوس لا  زه کولای سم لونګ د ځان سره سرتیری کړم، د شپی  به پر کور وي، یو څه تنخوا به هم لري.
د دی  خبری  په اوریدو چی  لونګ به "د شپی  پر کور او معا ش به  هم لري" د لونګ مور څه چی  کوتره هم خوشحاله سوه. په تنخوا خو د لونګ مور پوهیدله چی  اکبر به کور ته راوړله. لعل  معلم صاحب  دوی ته دا هم وویل:
- که د خدای رضا وه، تا ته به هم ستا د میړه او ورور د شهادت وثیقی  در جوړی  کړم، د دوی دواړو تنخواوی  به هم درکول کیږي، کوپون به لری، او ارام به  دلی خپل ژوند کوې.
تر زیاتو خبرو او دلایلو ویلو وروسته د لونګ مور ومعلم لعل ته وویل:
- ستا خوښه ده، ته می  په دین او دنیا ورور یې، ته په پوهیږې، په څه کی  چی  زموږ خیر ګڼې، هغه به کوو.
بله ورځ لونګ  دمعلم لعل په مرسته  اوسپارش سرتیری سوو. دلونګ په عسکری کی لږ وخت تیر نه ؤ چی معلم صاحب لعل  نوره مرسته ورسره وکړه، د لونګ د پلار اکبر او ماما ملا نیک محمد د شهادت وثیقی  یی  ورته جوړی  کړې. لونګ  موراوس د هغو حقوق په لاس را وړل. او په دی  کار سره یی په ژوند  کی  پوره بدلون راغلۍ هغو د ځان له پاره کور په کرایه ونیو او دمعلم لعل دکوره ووتل.
-ښه خبره ده، کوتره څه وایې؟ رښتیا د لونګ غوندی  ځوان بیا چا ته رسیږي.
د لونګ مور، د کوتری  نیکه ،معلم صاحب لعل ،د هغه کورنۍ  دمسجد ملا را وستۍ  د لونګ او کوتری  د نکاح او د واده مراسم یی پر ځای کړل.
 دکوتری او لونګ تر داده وروسته نود کوتری  نیکه هڅی  پیل کړي، چی  د خپلی  ښځی  او اولادو پته پدی لوی ښارکی معلومه کړي.  دکوتری نیکه خوڅو ځله پخوا هم ښار ته راغلی  و، نو ځکه دی په ښار کی  لږ بلد و. د کوتری  د مور د ورکی  خو زیات کلونه تیرسوی  و. دوی فکر نه کوی  چی  هغه دی  ژوندۍ وي. له بلی  خوا، نه پوهیدل چی  هغی  به پرکومه خوا مخه کړی وي. شاید بل میړه یی  کړی وي، او نور... نور فکرونه يی په سر کی  ګرځیدل.
نورلونګ یو کلیوال هلک نه دی  لونګ په ښار کی  ژوند کول زده کړل. هغه اوس یو سرتیری دی، او د لیک او لوست د زده کړی په کورسونو کی  درس هم وایې. مور او ښځی  ته یی  هم کور ته د لیک او لوست د زده کړو ښوونکی  ورځی  اوهغو ته هم لیک او لوست ور زده کوي.
 بل اړخ ته، د درو تنو معاشونه یی  هم کور ته راځی  او دری  کوپونونه هم لري. د کوتری  نیکه سپین ږیری  دی  مسجد ته ځی  او کور ته راخي، او ضمناً  دخپلی ښځی او  اولادنو دپیداکیدو پوښتنی او تلاښ کوی.
د لونګ دمور  ژوند د اقتصاد له پلوه ښه وه. شپږ میاشتی  وروسته لونګ د زده کړو له کورسونو څخه په ښه نومره بریالی سؤ. د لونګ خو کتاب لوستل او لیکل له پخوا څخه هم زده و. نو معلم صاحب لعل ورسره بیا هم مرسته وکړه، لونګ یی  له سرتیری څخه د بریدمن رتبی ته  ور پورته  اوافسرکړۍ.
لونګ ته خدای ښه ځوانی،قد اندام  او استعداد ورکړی و، هر څه یی  ژر زده کول. د خپل کار، فعالیت، او جنګی  مهارتونو له کبله د څو لنډو کلونو په بهیر کی فوق العاده ترفع ګانی وکړی لوی افسرسو او د یوی  عسکری لوا تر قوماندانۍ پوری  یی ځان ورساوه.
 د ښار د خلګو او حکومتی  خلګو خولو ته ولویده. په هر ځای  اوهر مجلس کی  د قوماندان لونګ نوم د نمونی  په ډول یادېده. هغه په صداقت، جرات، مړانه، ښایست، او زړه ور قوماندان په نوم مشهور سو.
د کوتری  موراو د ټوپکوال قوماندان ښځه چی  ډیر کلونه پخوا کله چی  د هغی  میړه غوښتل، هغه بیګناه و وژني، خو ښځه په توره شپه کی له کوره وتښتیده، هغی چی د ښار په لوی روغتون کی  د اجیری  په توګه  ځان ته کارپیداکړی هلته یی  کارکاوه.  د خپل میړه څخه چی یی کم کوچنی لاره ، هغه کوچنی  سمندر  نواوس ځوان سوی  ؤ.
 نورپه شفخانه کی دکوتری مور د  سمندردمورپه نوم بلل کیدل .د کوتری  ورور  سمندر په ښوونځۍ  کی  و. څه وخت چی  د کوتری  مور د خپل کار پر وخت په روغتون کی  د ناروغو او زخمی  سرتیرو له خولی  څخه د قوماندان لونګ د ځوانۍ او غیرت خبری  اوريدلی، نو په فکر کی  به  یی  ورګرځیدل، چی  دا لونګ به څوک وي ؟
 ځکه ښه رنګ او ښه اخلاقی  هلک خو هغه زموږ د مزدوری  خاله زوی لونګ  و. بیا به یی د ځانه سره ویل، نه، هغه به نه وي. هغه ګوره، دا ځای او دونه لوړ منصب.
شپې ورځی  تیریدلی یوه ورځ یی  په روغتون کی  له ډاکټرانو څخه واوریدل چی  نن قوماندان لونګ د خپلو ناروغو سرتیرو  لیدو ته  شفاخانی ته راځي. دکوتری مور  اونور کارکونکی وګمارسول چی ژر ژر صفایی  وکړی. دکوتری مورخپل کار پای ته ورساوه. غرمی  ته نژدی  دادی هغه ښایسته جګ ځوان افسرپه نظامی  دریشی  کی  روغتون ته راغۍ.
د کوتری  مور چی  په واقیعت کی د قوماندان لونګ سکه خواښی هم وه، په غورغور لونګ ته وکتل، کټ مټ هغه د دوی د مزدوری  خاله زوی یی باله زړه یی  څو ځله راغونډ کړ چی  خبری  ورسره وکړي، خو جرأت یی  و نه کړ. د ځانه سره یی  بیا وویل:
- نه چی  کوم بل څوک وي،اوکه هغه وی چی زما  لخوا دهغه پیژندګلوی پرځان بده ونه ګڼی.
بله ورځ یی  له ناروغو  او زخمی سرتیرو څخه د قوماندان لونګ د کلی  او کور پوښتنی  پیل کړې، د هر نا روغ او زخمی  څخه یی په داسی  حا ل کی  پوښتنی  کولی  چی  بیریدله هم، که یو ځل چا وویل چی  د څه له پاره پوښتنه کوې؟
نوهغی  په ډیر احتیاط سره پوښتنه کوله: دا ستاسی  قوماندان لونګ  ډیرښه سړی دی ، دی څوک او د کوم ځای  دی؟
لکه څنګه چی  دی  خپل ځان وخلګو ته سم نه سوای ورپیژندلای، لونګ بیا تر دی  هم په ژوند کی زیاتی  ستونزی  درلودلی. د هغه خپل سرتیری  هم د ده په اصل او نسب نه وه خبر.
 دکوتری مور چی   د شپی خپل کور ته ولاړه، له ډیری  خوشحالۍ يی  خپلی  مور، خوراو ورورته چی  هغوی پخوا لا په روغتون کی  د کار کولو پر وخت دی پیدا کړی  وه ،اوس یو ځای سره اوسیدل. د دې فکر نه ؤ چی د خپل زوی په مخکی یی دا سی خبره یاده کړه:" مورجانی  خدای می دی غاړی نه بندوی  والله دغه  دلوا قوماندان لونګ   چی هرځای یی خلګ خبری کوی نن په شفاخانه کی د نژدی  ولیدئ کټ مټ هغه زموږ د مزدوری  خاله زوی ؤ"
 دکوتری مور پدی  خبری یادولو سره ځان ته بله ستونزه را وزیږوله. هغی  چی  ټول وختونه له خپل زوی څخه دا خبره پټه ساتله،نه یی غوښتل چی زوی یی خبرسی  چي دوی څوک دي .مګراوس یی خبره  تر خوله ووتله.  زوی  سمندر یی زلمی دی، لا هم نه پوهیږی  چی  دی پلار لری او پلار یی  ژوندی اویو توپکوال قوماندان دی.
مور خپل زوی  له واقعیته نه و خبر کړی. سمندر چی د مور له خولی  څخه دا خبره واوریدل چی د دوی دمزدوری زوی په فکرکی ډوب سوو. سمندر خپله مور ټینګه ونیوله:
- مور! ستاسی  د مزدوری  زوی؟ یعنی تاسی مزدوران لرل؟ ما ته خو دی  دا خبره تر اوسه نه وه کړې، اوس رښتیا را ته ووایه، ته دچا لور او زما پلار څوک دی؟ چیری  دی؟  څه سول ؟مړ دی او که ژوندی؟
 دسمندرمورحیرانه پاته سوه او پر خپله خبره پښیمانه وه. هغه رازچی  دی  څه کم شل کاله پټ ساتلی و، اوس مجبوره سوه، چی  ویی  وایې. مګر، د خپلی  خبری  د اثبات له پاره چی  د دی زوی  سمندر د قوماندان زوی دی، دا خواره پلاس کی کم  سند نه لری  او که یی زوی قوماندان ته ورهم سی  هغه یی کله منی چی  دا ده زوی دی.
-  د دی پيښې یوازنی شاهدان خو یو خدای او بله د کلی د لونګ مور وه، چی دلته نسته او بس. نونه یی سوای کولای زوی ته قناعت ورکړی. نوربیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery