مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وینه او مینه (۱۲)

عبدالقیوم


دوولسمه برخه
سمندر  سرتیری سو
 هغه وخت د زوی او مور تر منځ خبره  مغلقه اوپیچلی  سوه،  چي زوی  دخپلي مورڅخه  وغوښتل ده  ته ووایی چی د ده پلار څوک ؤ؟ دسمندرمور یوازی دسمندر دپلار نوم یاده وی ،خو دا  خبره نسی کولای چی میړه یی مړ،ژوندی ،دکوم کلی  اوس چیری دی.ځکه که دمیړه یا سمندر دپلار سم معلومات زوی ته ورکړی ،بیانو باید داخبره هم وکړی چی دا ولی اوپه سبب دمیړه دکوره راوتلی وه؟
که دسمندر مور وسمندرته دده دپلاردکوره څخه دخپلې تیښتی بیان هم وکړی ،دخپلی خبری  د درست والی هیڅ سند اوشاهد نه لری دا ثابته کړی چی سمندر زوی یی د خپل میړه څخه دی. میړه یی ژوندی اوتوپکوال  دی ،دا دهغه دظلمه را تښتیدلې وه.
 سمندر هم  اوس ځوان دی ملامت نه دی باید پوهه سي  چی دی څوک دی ؟ مور یی نسي کولای خپل  زوی ته قانعت ور کړی او که دسمندر مور داخبره وه  سمندر ته  وه کړی  چی ته  د توپکوال قوماندان زوی یی،قوماندان به کله دا ومنی چی سمندر د ده زوی دی.
په نتیجه کی خبره  د زوی اومور تر منځ په بی باوري او بد نیتۍ وا وښتله. هلک له کوره ووتۍ اوله موره مرور ولاړۍ. په ټول هیواد کی  وضعه او شرایط  دښمنانو داسی  را جوړکړی وه، چی  ځوانان او زاړه هر یو چی  به له کوره وتۍ ،دژوند کولوبله لاره نه وه بیله دی چی سیده به ځی  د دولت د پلویانو او یا  د حکومت د مخالیفو په جال کی بندیدل.
هر دکوره وتلۍ اوخفه ځوان به سرتیری کیدۍ یا به توپکوال کیدۍ. ډوډۍ د ټوپک سره تړل سوی  وه. دسمندر دمور وکورته په نژدی ساحه کی د قوماندان لونګ لیوا پرته وه.په دغه ولایت کی هم د نورو ولایاتو په شان هر د مور او پلاره  مرور او خواری نه لرونکی ځوان به د قوماندان لونګ تر پوځی قرارګاه ځان ورساوه اوهلته  په خپله خوښه سرتیری کیدل.
سمندر ته هم یوازی دغه لاره معلومه وه کله چی دموره مرور سو نو سیده هلته ورغلی . په خپله خوښه  یی ځان  عسکر کی.کله چی  د لوا قوماندان مخ ته د نوو  چهره سوو سرتیرو د نومونو،شهرت اوچهره خطونه  کښیښودل سوه، د لوا قوماندان د چهره خطونو په لړ کی  د نوی په خپله خوښه راغلی  ښایسته کشرځوان عکس  سمندر  تر سترګو سوو.
قوماندان نوی  داوطلب سرتیری ځان ته وروغوښته، څه معلومات او پوښتنی  يی  ځینی  وکړې. تر خبرو وروسته یی  نوی  سرتیری سمندرته چی  لا اومه خوله هلک او په رنګ ښایسته و، د هغه دعزت د خونديتوب له پاره د قطعی  قوماندان ته امر وکړ، چی  دغه ځوان  سمندر د محاربوی  قطعاتو څخه را وګرځوی  او دا لته یی  د لوا په قرارګاه کی  وساتۍ.
د  سمندر چی  د درس ویلوسره مینه  نه وه پری سوی  د لوا د قوماندان لونګ نوره هم ورسره مینه پیدا سوه. د سمندر په لیدو به دلوا قوماندان لونګ ته  خپل د ژوند  دا ستان  ور یاد سوو.نو یی د سمندر سره مرسته کول، چی  د سرتیرۍ  دوظیفې په څنګ کی  خپلو زده کړو ته ادامه ورکړای سي.
ځکه سرتیری   سمندر د لوا قوماندان لونګ ته ویلی  و، چی  پلار نه لرم، د یوی  کونډی  ښځی  زوی یم.د یتیمولۍ او بی  پلارولۍ په اور د لوا قوماندان لونګ تر ده مخکی  سوځول سوی  ؤ.
د لوا د قوماندان د پیرزوینی  او ښه نظر لرلو له امله، په قطعه کی  څوک د سرتیری   سمندر سره ډیرسر نه ګرځوي. هغه کور ته نه تلۍ؛ ځکه د مور سره مرور و. د لوا قوماندان وخت نا وخته چی  په خپل کور کی  کوم کار درلود، د هغه کار د سر ته رسولو له پاره یی سرتیری  سمندر ته وظیفه ورکوله.
هیڅ یو د دوی څخه نه پوهیدل چی  سرتیری  سمندر څوک دی؟ نه د لوا قوماندان لونګ، نه د قوماندان ښځه کوتره، نه د کوتری نیکه او نه د لوا د قوماندان مور، په واقیعت کی سرتیری  سمندر د کوتری  سکنی ورور دی.
هلته د  سمندر مورپه خپل کورکی  چی  د ځانه سره هر څه چی وژړل اوهر څونه انتظار چی یی  و ایست، د خپل زوی احوال ورته معلوم نه سو.د سمندر مورپه کورکی دخپلي مور، خور او ورور تر منتونو لاندی  هم راغله. ټولو ورته وویل چی  ستا د بی  پروایی  له لاسه و، چی  یو ځل د میړه له کوره وتښتیدې، موږ دی ټوله و زور ولو بیا دی  زوی  پیدا کړ، اوس دی  زوی درڅخه وتښتید.
پلار مو ستا له لاسه ورک سو، کور، کلی او جایداد هم ستا له لاسه را څخه پاته سو. ته اوس څه بلا یی، ګوره چی دغه هلک   سمندر دی لا د چا زیږولی دی او که دی دشفاخا نی څخه د بل آرمونی اخیستۍ او لوی کړی ؤ؟
د سمندر مورترسخت فشارلاندی  ژوند تیراوه. سره له دی  چی  نژدی  شل کاله  د دی د سر ګردانیو له شروع څخه تیر سوی  و، بیا هم خپله مور، خور او ورور یی  لا ملامته بولې، نور خلګ خو هلته پریږده. د ټولو فشارونو سره سره بیا هم هغه په روغتون کی  خپله دنده نه خوشی  کول او له دی لاری  یی خپل ژوند تامیناوه.
دخدای کارونه دی یوه ورځ بیا په روغتون کی  ډاکټران پورته کښته کیدل، ویل کیدل چی  د قومندان لونګ ښځه د اولاد د پیدا کیدو په خاطر و روغتون ته را وړي.
د کوتری  د مورعلاقه زیاته سوه، چی  حتمی  به د قوماندان ښځه له نژدی  په خپلو سترګو وویني. د قوماندان لونګ ښځه ډاکټرانو په ځانګړی  واټ کی  بستر کړه. د قوماندان د ښځی  خدمت ته د روغتون ښځینه او نارینه نه پریښودل کیدل.
یوازی  ځانګړی  او ټاکلی  ډاکټران ورتلل او هغه یی لیدله. د لونګ اصلی  خواښی  یعنی  د کوتری  مور چی  کلونه کلونه په دغه روغتون کی  کارګره وه، او زیات اعتبار یی  په روغتون کی  نیولی ؤ، بیا یی هم د لوی  قوماندان ښځه نه سوای لیدلای.
یو بله ورځ یی  کتل چی  د لوی  قوماندان د ښځی  لیدلو ته هغه د دوی پخوانۍ مزدوره د لونګ مورپه لوړ سر راغله او د روغتون ټول پرسونل ورسره په ادب پورته او کښته کیږي.
اوس دا د یوه لوی قوماندان  مور ده، هر څوک یی  په ږغ تیارسی ولاړ وي. د لونګ خواښی  د کوتری  مور چی  د هغی  دا  ډبدبه  ولید، ځان یی  تیر کړ، ویی  نه غوښتل د لونګ مور یی  وپیژنی  .
خو تر ډیره حده په زړه کی خوشحاله سول پدی چی  د لونګ مور خو د دی  د اولاد د په نس کولو په ټول جریان خبره ده . او بل د دی سره  هغه وخت ښه جوړه وه دځانه سره یی فیصله وکړل چی یوه ورځ به د خپلی مور سره یو ځای د قوماندان لونګ کورته ورځی څو هغه د دی د اولاد د په نس کیدو کیسه  د دی مور ته وکړی چی دغمونو پیټی یی څه سپک سی.
دکوتری مور لا د خپلی مور سره  دلونګ وکورته  د ورتلو خبره پخه کړی نه وه.په ښارکی آوازه خبره سول  چی خدای دی خیر پیښ کړی د لونګ لوأ  دکومو عملیاتو تیاری نسی،ټول خلګ په ډار کی وه اونه پوهیدل چی کمی خواته به یی مخه سی.
د قوماندان لونګ ښځه کوتره په روغتون کی  وه،قوماندان لونګ ته دنده ورکړل سوه، چی  په ولسوالیو کي، تصفیوی  عملیات او تلاشی  وکړي. د لونګ تر مشرۍ لاندی  لوا په ټوله سیمه کی  د یوی  سر سختی  منظمی  جنګی  لوا په توګه د دښمن په لیکو کی  هم ویره خپره کړی وه.
تبلیغات داسی وه چی  دښاره څخه مخ پر شرق  عملیات کیږی دښمن له دغه پوځی  لوا څخه سخت  په ویره کی ؤ،دښمن دمنطقی څخه ووتۍ. قوماندان لونګ سخت انظبات لرونکی افسرؤ،ورکړل سوی پلان یی دځان سره ترهغو پټ ساتی څوچی دعمل وخت یی را رسیدۍ. همدا سبب ؤ چی  د عملیاتو په معینه ورځ  قوماندان لونګ   دمخکنی تبلیغاتو خلاف قومانده  ورکړل مخ پر  شرق نه  بلکی  مخ پرغرب باندی تصفوی عملیات شروع کړل د دښمن په بی  خبرۍ کی  پوځی  عملیات پیل سول.
 دعملیاتو پر وخت سخت جنګونه را منځ ته سول،  دواړو غاړو  تلفات ورکړل، ډیری  ککرۍ تر خاورو لاندی سوی او زیات خلګ زخمیان، او یو شمیر جګړه مار د حکومتی  سرتیرو په لاس ژوندی  کښیوتل او بل لور ته یو شمیرسرتیری د حکومت د مخالفینو په لاس کی  اسیر سول .
د دولت مخالیفینو  یا د ای،اس ای  همکارو چی  اسیران  نیول هغوی به ټول  وژل.
مګرحکومتی   لوری  زخمیان شفاخانی  ته وړل او اسیران یی  دوخت څارنوالی  ته دتحقیق دپاره سپارل. په زخمیانو کی  کلیوالی  ظالم قوماندان دکوتری پلار د لونګ خُسر هم زخمی  نیول سوی ؤ. دلوا سرتیرو او نور افسرانو هغه نه پیژني. کله چی  زخمیان روغتون ته را وړل سول، لونګ خپل خُسرله عمومی  واټ څخه ځانګړی  واټ ته یووړی.
اوس نو د کوتری  مور اوپلار دواړه یوپه بل ناخبره په شفاخانه دی، دکوترمور کاریګره  اوپلاریی اسیر اوزخمی دی. د دی لسوکلونو په موده کی  دکوتری مور دسواد د زده کړو دکوسونو په برکت سم لیک اولوست کولای سی د کار کولو پر وخت د هر زخمی  شهرت لولي.
د قوماندان لونګ چی دکوتری مور نه پیژنی  اوخبر هم نه دی چی داهم دالته په شفاخانه کی کاریګره ده . نود خپل زخمی  او اسیر سوی  خُسر د ساتنی  له پاره د خپل باور وړسرتیری  سمندر  راوغوښتۍ .چی  په اصل کی  د همدغه زخمی  اسیر قوماندان زوی و  لونګ هغه هلته وظیفه دار کی.
د لوا قوماندان پوهیدی چی  زخمی  د مجاهدو قوماندان د ده خُسر دی. خو په دی  بیا نه پوهیده، چی  سرتیری  سمندر بیا د همدغه زخمی  زوی او د ده اخښی دی. او په دی  هم نه و خبر چی  خواښی  یی  هم په دغه روغتون کی  کار کوي.  اما سرتیری  سمندر پوهیدی چی  مور یی  په دغه روغتون کی  کار کوي، خو ده له هغی  څخه ځان پټاوه.
په هیواد کی  شرایط دغسی  راغلی  و، چی  د یوی  کورنۍ غړي، پلار، مور، زوی، زوم په یوه روغتون کی  وو. پلار زخمي، مور کارګره، زوی سرتیری یا پیره دار، او زوم بیا د لوا قوماندان و. کوتره د لونګ ښځه د زخمی  جنګسالار لور، د روغتون د کارګری  لور د سرتیری  سمندر خور، یو د بل نه سره  پیژندل  حتا یو د بل دښمنان وو.
سرتیری  سمندر یوازی  پوهیدی، چی  مور لری  او دلته په هم دی  روغتون کی  کار کوي. ټوپکوال قوماندان هیڅ فکر نه کوی  چی  دی زوی لري؛ ځکه دی خو بی  زویه و. کوتره هم نه وه خبره چی  ورور لري. مور یی  هم نه وه خبره چی  لور، زوی او میړه ټول یی  په دغه روغتون کی  دي.
په هغو شپو کی  چی  قوماندان لونګ په عملیاتو کی  مصروف و، په  دغه روغتون کی  د کوتری  زوی (زمری) پیدا سو. قوماندان لونګ چی  له وظیفی  څخه ستړۍ راغې، د خپلی  مور د لیدو له پاره کور ته ولاړ. مور او د کوتری  نیکه پر قوماندان لونګ  زیری  وکۍ، چی  زوی دی  پیدا سوی دی، شکر دی کوتره هم جوړه ده. ټول خوشحاله وو، او مبارکی  وویل سوه.
قوماندن لونګ په خپل کورکی تر لږناستی وروسته د خپلی  مور او د کوتری  د نیکه سره یو ځای  هغه روغتون ته ورغلل، چی  کوتره پکښی بستر وه. قوماندان لونګ د کوتری  او خپل زوی تر لیدو وروسته، غوښتل له روغتون څخه ټول یو ځای کور ته ولاړ سي. د درملنی  ډاکټر ور ته وویل:
- ضروری  دوا او د کوچنی  له پاره په کارڅه درمل به درته را وړم او بیا به رخصت سئ.
ډاکټر ولاړ، لازم او اړین څه یی  په یوه کارتن کی  واچول، د کوتری  مور چی  هلته کارګره وه، هغی  ته یی  په لاس ورکړل، چی  د ډاکټر سره دغه صندوق د ناروغ تر کوټی  ورسوي. د کوتری  مور خو نو د لونګ د مور په لیدوسره اوس شک نه لری  چی  قوماندان لونګ دی  د هغی  د مزدوری  خاله زوی دی نه وي. او دا چی  غوږیدلی  وه، د ټوپکوال قوماندان لور د خپل مزدور سره تښتیدلی  ده، مګرباوری  نه ده، چی  کوتره به د لونګ سره را تښتیدلی  وي، که د بل چا سره؟

هغی  علاقه درلوده چی  ژر د قوماندان لونګ ښځه وویني. کله د نا روغ کوټی  ته ورسیدله، ډاکټر ته اجازه ورکړل سوه، چی  کوټی  ته دننه سي، مګر دکوتری مور ته د ننوتلو اجازه نه وه.
دکوتری مور سخت خفه او نا اُمیده سول کوتره اونورچی  کله کور ته  تلل  دکوتری مخ په چادری کی پټ ؤ ،مور یی مخ ونه لیدی چی خپل لور وپیژنی خیر بدی ورځ  دوی کورته  په خیر سره ولاړل.
قوماندان لونګ  چی دوی کورته ورسول زړه یی راغونډ کی، خپلی مور، کوتری  او د کوتری  نیکه ته یی  وویل، د کوتری  پلار او ستا زوم می  زخمی  نیولی دی. کوتره او د کوتری  نیکه دواړو وویل:
-کشکی  دی  دا ظالم وژلای وای.
د لونګ د مور زړه هم ورته پړسیدلی  و، خوداچی کوتره ډیره پر ګرانه وه، نویی  زوی ته وویل:
- زویه، ښه دی چی  ژوندی دی  نیولی  دی. زویه، ته باید رحم ولری  ،ستا او دوی تر منځ باید دا توپیروی تابه خدای دخپلو ښو بدله درکړی .
لونګ وړاندیز وکړ، چی   سبا  سهاربه مو روغتون ته ور ولم، له هغه سره به وګورئ، اوس هغه بندی  او زخمی  دی. که څه چی زخمنونه یی ډیر سخت نه دی خو هغه د غرور او تکبر وخت یی  نه دی. اوس یوعاجزه او بیچاره سړی دی. ما ځان نه دی ورښوولی او ده هم نه یم پیژندلی.
په سبا چی روغتون ته ورغلل. د روغتون په منځ کی  د مخه تر دی  چی  ناروغ ته ورسیږي، د کوتری  مور په مخه ورغله. هغی  خپل پلار چی  شل کاله  یی نه و لیدلې، وپیژاند چی  د قوماندان لونګ سره را روان و. دښځی  دتوانه  ووتل یو دم یی چغه کړل، د خوشحالۍ څخه په ژړا سوه، ځکه هغی  هیڅ فکر نه کاوه، چی  پلار دی  یی  ژوندی وي.
ور و یی ځغستل، د پلارپه پښو کی  یی  ځان ور واچوه. پلار چی  ولیدل یوه سپین سری  ښځه يی  پښی  مچوي، سره له هغه چی  دی هم د چوغی  کیدو نه و، بیا هم ورچوغئ سو، ښځه یی  را پورته کړه، د ښځی  ستر ګو ته یی  وکتل، د هغی  تر سترګو د اوښکو لاړونه را وتل. ده وپیژندله چی  دا یی  ورکه لور ده. پلار هم باور نه کاوه چی  د هغه لور دی  ژوندۍ وي.
پلار چی  زیات زوړ و، خپل کنترول له لاسه ورکړ، د خلګو په مخکی  یی  خپله لور په غیږکی  ټینګه ونیوله، پر دا سر او مخ یی  مچوله او ژړل یي.  پدی وخت کی کوتری  هم خپله مور وپیژندله؛ دی  هم د چادرۍ روی بند پورته کی، د مورسره غاړه تر غاړه سوه. اوس نو پلار، لور، مور، لور او نیکه ټول په ژړا  او لاس تر غاړه سول.
قوماندان لونګ چی  اوس لوی افسر ؤ، ټول ډاکتران او د روغتون کارکوونکی  او مراجعین ګوري، حیرانی  واخیسته، چی  پر دا سپین میدان د خلګو مخ ته څه نارې، ژړاګانی  او ماتم جوړ سو. لونګ ډیر ژر دوی ټول یوی  کوټی  ته دننه کړل. هلته پلار، لور او لمسۍ ښه په ژړا ځانونه سره ستخ کړل.
بیا د کوتری مور او لونګ مور یود بله سره مچ کړل،اوس دکوتری مور هغسی بیچاره سویده لکه یو وخت چی د قوماندان لونګ مور د دوی مزوره وه.  په دی  منځ کی  دکوتری   پلار له مشری  لور څخه پوښتنه وکړه، چی  د مور، خور او  ورور دی  څه احول سته که نه؟
هغه مړه دي، ژوندی  دي، چیری  به وي؟ لور یی  ور ته وویل:
- پلاره، هغوی شکر ژوندی دی هم دلته په دغه روغتون کی  څو کاله مخکی  پیدا کړل. اوس می  دا دی تاسی  پیدا کړلاست.
د کوتری  مور ولیدل چی  د کوتری  په غیږه کی  کوچنی دی، ژر يی  له کوتری  څخه پوښتنه وکړه:
-زویه ، واده سوی  یې؟ چا ته یی  ورکړی یې؟
-  کوتری خپلی  مور ته وویل:
- هو، موري؛ ورکړی یی  یم. د لاس په ګوته نیکه ته اشاره وکړه، چی  یعنی  ده ورکړم.
بیا یی  مور خبره ورغبرګه کړه، چا ته؟
کوتری  د لاس د ګوتی  په اشاره: ده (قوماندان لونګ) ته.
د لونګ هم د خپلی  خواښی  رنګ یو څه ور په یاد سو. دلونګ مورچی  زیاته هوښیاره وه، کوتره او د کوتری  نیکه یی  پوه کړل، چی  د نا روغ پوښتنه به بیا بله ورځ وکړو. ځکه ټول په دی  پوهیدل چی  د کوتری  د پلار په وړاندی  خو ترهر چا زیا ت د کوتری  مور دهغه څخه ډیره کرکه او نفرت لري، نه چی  د هغه په لیدو سره، نوری  ستونزی  او رسوایی  را منځ ته نه سي. هغه د کوتری  مور ته وویل:
- درځی  ښه به داوی  چی  ستاسی  کور ته ولاړ سو، نیکه به خپل بچیان وګورې، کوتره به خپله مور، انا، خاله او ماما وویني.
د لونګ هم د خپلی  مور خبره خوښه سوه. دوی ټول د کوتری  د مور کور ته ولاړل، په کلونو کلونوسره جلا سوواو ورکو سره پیدا کړل. قوماندان لونګ او موریی  دوی ټول سره پریښوول، او دوی خپل کور ته ولاړل. کوتری  ته یی  وویل چی  سبا به دوی ټول خپل کور ته را ولې.
- په سباورځ چی  کوتره او مور سره یوازی  سول، د کوتری  مور و کوتری  ته وویل:
- زویه! د پلار او ستا د لیدو په خوشحالی  نه پوهیږم، زما سر د خواریو دی، پدی نه پوهیږم چی  ولی  می  خدای زوکلوي، دا دی څه کم یو کال کیږی  چی  ورور دی  له کوره وتلۍ دی، کور ته نه راځي.
د کوتری  دا لومړی ځل و، چی  اوری  "ورور"! حیرانه سوه. مور ته یی  په تعجب حتا د کرکی  او نفرت په سترګه وکتل او ویی  پوښتل:
- ورور مي؟ زما ورور د څه و؟ ما خو ورور نه درلود!!!... موري! بل میړه دی  کړی دی؟
مور یی خپلی  لور ته بیا په ژړا سوه او په ژړا یی خپلی لورته و ویل:
- نه، نه، لوري؛  قسم په خدای که می  بل مړه کړی دی .دغه یی  وخت دی چی  زه تا ته د اولاد د په نس کیدو، له کوره څخه د تیښتی  او ستاغوندی  لور د پریښولو او خپلو سرګردانیو ټوله کیسه وکړم: "خدای دی  د چا د سر پر دښمن هم داسی  خوارۍ نه تیروي. زویه! اصلی  کیسه داسی  وه. ............. اوس د شکر ځای دی چی خاله (د لونګ مور) ژوندی  او د لی ده هغی ته هرڅه معلوم دی.
هغی  ټول داستان او لیدلی  خوارۍ ټکی په ټکی لور ته بیان کړی او ور زیاته یی  کړه، چی  ستا خواښی  د دی  داستان ژوندۍ شاهده ده.
کوتری دخپلی مور پر  تیری کړل سوو خواریو ډیر وژل او د خپلی مور لاسونه او پښی  یی ورمچ کړی. موری ما فکر کوی چی یوازی به  دلولنګ پر مور خواری تیری  سوی وی . خوستا خواری او دید د نی هم تر هغی په کمه نه دی.  بیا نو کوتری هم  مورته د خپل فرار،تیښتی او د لونګ سره دواده کولو  کیسه وکړل ، د لونګ د مور د زړ ورتیا او د دی سره د مرستی کولو او د نیکه د راوستلو ټول بیانو ورته وکړل.
 دکوتری مور لورته وویل:
- زما هغه وخت دغه ستا د میړه نوم خوښ و،مګر ستا پر ورور می د لونګ نوم ځکه کښينښود چی د لونګ د مور بیچاری ژوند ډیر سر ګردانه ؤ. نو می  د سمندر نوم خوښ سوو  سمندر اوس شکر ځوان ؤ،  هغه غواړی  وپوهیږی  د چا زوی دی. ما دغسی  چی  تا ته می   دزړه حال ووایه، ده ته  خومی  له شرمه ویلای نه سواې. زما څخه پرهمدغه خبره مرورسو او له کوره ووت، بیا کور ته نه دی راغلې.
کوتری  د خپلی  مور د ژوند په غم لړلی  داستان ډیره خفه سوه او په چورتونو کی  ډوبه سوه. تر څه ځنډه وروسته، هغی  خپلی  مور ته وویل:
- موري! د  سمندر په نوم یو هلک خو زما د میړه سره سرتیری دی.
د کوتری  مور ډیره خوشحاله سوه، او وی ویل:
-شکردی، زوی  سمندر جان  می هم پیدا سو.
اوس نو ټول په خوشحالی  سره د کوتری  کور ته روان سول.
څه وخت چی   کوتره د خپلی  مور، نیکه، انا، خاله او ماما سره یو ځای  خپل کور ته را ورسیدل، ګوری  چی  په کور کی  یی  خواښی  یوازی  ده. د میلمنو له پاره هم کوم ځانګړی ترتیب نسته، له خواښی  یی  وپوښتل:
-  لونګ تر اوسه پوری  کم شئی می د پخیدو له پاره نه دی  را وړي؟
خواښی  یی  په کراره ور ته وویل:
- نه زویه، سهار وختی  له کوره ووت، ما ته یی  وویل، زه ژرسودا را وړم؛ دا دی تر اوسه نه دی راغلی؛ خدای دی  په خیر را ولي.
- اوس به زه او ته د غرمی  غم وخورو، دی به هم را ورسیږی.
لږ شیبه وروسته، د سرای دروازه پرانیستل سوه او لونګ د سودا سره په سرای را ننووت. مور یی  شکر وایست، چی  زوی یی  په خیر کور ته راغی. د هغی  د لونګ د نا وخته راتلو خبره هیره سوه او پوښتنه یی ځینی  و نه کړه. مګر کوتره په قهر وه. څو چی  کوتری  ځان و ګیلی  او جګړی  ته جوړا وه، لونګ د خپلۍ مور، خواښی  او د کوتری  له نیکه څخه په بخښه ویلو سره اجازه واخیستله چی  زه باید کار ته ولاړ سم، یو ضروری  کار پیدا سوی  دي.
قوماندان لونګ له دوی څخه خبره پټه کړه؛ د لونګ په بیرته کار ته تللوسره د کوتری  مور، انا او نیکه یو لږ شان مړیجن غوندی هم سول.
دشپی کله چی لونګ کورته راغلی ټولو ته یی کیسه وکړل. چی خُسر می له شفانی څخه  تښتیدلی دی او سمندر هم ورسره تللی دئ.  د لته دکوری مور چی مخکی یی یوازی کوتری ته د خپلو خواریو بیان کړی ؤ ، اوس یی د خپلی مور،پلار او لونګ په مخکی  دسمندر دپه نس کیدو ټوله کیسه وکړی.
 د دی داستان په اوریدو سره ټول حیران سول د لونګ پر خپلی خواښی ډیر زړ وسؤ.خو د سمندر د تیښتی په سبب نه پوهیږی چی څنکه  سمندرد قوماندان سره وتښتیدی.ایا سمندر خبر سوی ؤ چی قوماندان یی پلار دی؟ آیا قوماندان پوهیدۍ چی سمندر یی زوی دی؟ که څنګه.
دا سولونه نا حله پاته وه قوماندان لونګ دوی ټول ښه ساتل او دلونګ مور هم دوی نازول. نور بیا

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery