مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-21   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

اطرافي : کوم پوليس چي ناوړه چلند کوي سزا ورکوو .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار امنيه قومانداني وايي، چي له دې وروسته به هر پوليس له خلګو سره د بد چلند سزا ويني.
د کندهار امنيه قومانداني وايي، چي له دې وروسته به هر پوليس له خلګو سره د بد چلند سزا ويني. دغه څرګندوني د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي خبريالانو ته وکړې، نوموړی پر داسي مهال يادي څرګندوني کوې چې په دې وروستيو کې په يو شمير سيمو کې د پوليسو له چلنده خلک ځوريږي او دوې ورځي مخکي يوه پوليس يو ټکسي موټرچلوونکی هم په دزو وواژه . د کندهار د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په خپل اوونيز مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو ته وويل، چي په تېره اونۍ کي غلچکي بريدونه کم سوي او لاسته راوړني يې ډيري وې. هغه وويل، چي پوليسو يې تېره اونۍ د کندهار او زابل په ځينو ولسواليو کي عمليات کړي، چي پر مهال يې ۳۲ مخالف وسله وال وژلي او ۲۳ تنه يې ټپيان کړي دي. د اطرافي په خبره، تېره اونۍ يې په کندهار کي ۲ ځانمرګي بريدګر، ۲۱ تنه جنايي مجرمين او سلونه کيلو ګرامه نشه يي توکي هم نيولي دي. د پوليسو د ناوړه چلند په اړه د امنيت امر خبريالانو ته وويل، چي عام ولس ته يې ټليفوني شمېرې اعلان کړي او هر څوک چي د پوليسو له چلند څخه شکايت ولري، نو دوی ته دي شکايت وکړي، تر څو هغه پوليس ته سزا ورکړي. په کندهار ښار کې د پخوا په پرتله امنيت ډاډمن ښکاري او په اوږ مهاله ډول د پوليسو تلاښۍ دوام لري ، خلک له امنتي مسولينو غواړي چې د خلکو سره د سم چلند په اړه پوليس وپوهوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery