مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکایی پوځیان د امپراترۍ او تسلط له پاره وژل سوي دي

ژباړن : نثار احمد صمد
سرچینه : فیوچر آف فریډم فاونډېشن

لیکوال : جېکب هارن برګر

نېټه : ۲۵ / ۵ / ۲۰۱۵

امریکایی پوځیان د امپراترۍ او تسلط له پاره وژل سوي دي

د « پوځیانو د یادونی » په ورځ امریکایانو هغه پوځیان وستایل چی زموږ د هیواد د دفاع له پاره وژل سوي دي . خو په دې هکله یوه غټه ستونزه موجوده ده : هغه دا چی دغه پوځیان د هیواد د دفاع له پاره نه دي وژل سوي ، بلکی برعکس د امپراتورۍ او تسلط له پاره وژل سوي دي .
امریکایی لوړ رتبه مامورین او د وژل سوو پوځیانو د کورنیو ډیر غړي د ښکاره دلایلو سره سره همدې اعتراف ته نه حاضریږی ، بلکی په بې فکرۍ سره هماغه بابولاله تکراروي چی « هغوی د هیواد د دفاع له پاره وژل سوی دي . »
راځیً چی په ۱۸۹۸ کی د هسپانیې او امریکې جنګ مدنظر ونیسو . آیا هسپانیې کله هم پر امریکا برید او تیری کړی و ؟ قطعأ نه . بلکی امریکایی حکومت د خپلواکۍ په هغه جنګ کی مداخله وکړه چی د هسپانوي امپراتورۍ او د کیوبا او فلپین په شمول د هغه د مستعمرو تر منځ جاری و . ځکه نو هغوی په هماغه جنګ کی واضحأ زموږ د هیواد د دفاع له پاره نه دي وژل سوي . دا په تیره بیا د هغو امریکایی پوځیانو په هکله ښه صدق کوی چی په فلپین کی په هغه جګړه کی ووژل سول چی د هسپانوي واک پر ځای د امریکایی واک له پاره وه .
لومړۍ نړیواله جګړه : په هغه جګړه کی هیڅ هیواد قطعأ پر امریکا یرغل نه و کړی . امریکایی پوځیان ځکه ووژل سول چی د دیموکراسۍ له پاره نړۍ وژغوری او باالاخره پخپله جنګ هم پای ته ورسوي . خو د دوهمي نړیوالی جګړې پیښېدو دا ثابته کړه چی په لومړۍ نړیواله جګړه کی وژل سوي پوځیان ناحقه او د هیڅ له پاره مړه سوي وو .
دوهمه نړیواله جګړه : هو ، زه خبر یم چی هغه یې « ښه جګړه » بلله ، دا ځکه چی جاپاني ځواکونو په « پیرل هاربر » کی یوه غلچکي حمله وکړه . خو حقیقت دا دی چی ولسمشر فرانکلین روزویلټ وغوښته چی جاپان پر امریکا حمله وکړی . آیا موږ باید پر دې سترګی پټی کړو ؟ دا خو هماغه د ولسمشر روزویلټ له خوا پر جاپان باندی د تیلو بندیز و تر څو په دې ډول جاپان ولمسوي چی د امریکا د آرام سمندر پر بیړیو حمله وکړی او په دې ډول د روزویلټ له خوا د تیلو د بندیز څخه آزادي حاصله کړی او هغه تیل تر لاسه کړی چی د چین سره یې د خپل جنګ له پاره سخته اړتیا ورته لرله . روزویلټ پوهېدئ چی که جاپان د « خپل لومړني ډز له پاره » کښېکاږی ، نو دئ به ووایی چی « موږ خو بې ګناه وو ! پر موږ حمله وسوه ! » پس دا په اروپا کی د نازي جرمنی پر ضد د جنګ له پاره د یوې « عقبي دروازې » په توګه وګڼل سوه چی د امریکا خلک هغې ته د وردانګلو باالکل مخالف وو .
باید دا هیره نکړو چی جاپان قطعأ د امریکا پر خاوره برید نه دی کړی . هاوایی هغه مهال د امریکا کوم ایالت نه و . بلکی هغه د امریکا د حکومت یوه مستعمره وه . آیا تاسو حقیقتأ تعجب نه کوئ چی امریکایی پوځیان ولی په فلپین یعنی هغه ځای کی مستقر وو چی هلته یې د جاپانیانو له پاره د یوې اضافي طمعې ( د دام دانې ) رول لوباوه چی بیا د جاپاني ځواکونو له خوا پر پیرل هاربر د حملې په نتیجه کی ووژل سول یا ونیول سول ؟ دا ځکه چی امریکا د هسپانیې او امریکې تر منځ د جنګ د یوې برخی په توګه فلپین د خپلی مستعمرې په حیث نیولی و .
اصلی حقیقت خو دا دی چی جاپان پر امریکا د حملې له پاره نه نظامي وسایل لرل او نه یې هم د هغه د نیولو سره دلچسپي لرله . بلکی په پیرل هاربر کی پر امریکایی بیړیو د جاپان د برید اصلی هدف دا و چی ځان د تیلو له هغه بندیزه خلاص کړی چی روزویلټ ورباندی ترپلی و .
دغه اصلی دلیل هم باید هیر نکړو چی انګلستان او فرانسې خو په دوهمه نړیواله جګړه کی د جرمنی پر ضد جنګ اعلان کړ تر څو پولینډ د نازي مطلق واک څخه آزاد کړی . نو د دې جګړې پای څنګ سو ؟ هماغه پولینډ د شوروي اتحاد تر مطلق واک لاندی راغی چی نور ۴۵ کاله د هغوی په منګلو کی پاته سو . نو ما ته داسی معلومیږی چی پر پولینډ او ختیځه اروپا باندی د نازي کنټرول پر ځای د کمونیسټي کنټرول له پاره وژل کېدل یو بدنامه او مفتضح عمل و .
د دې « ښه جګړې » مدافعین وایی چی که څه هم هټلر پر امریکا قطعأ برید او تیرئ نه دی کړی مګر دا کار یې ګواکی وروسته کاوه . آیا دا رښتیا ده ؟ زه دومره پوهیږم چی د هغه پوځي ځواکونه آن په دې هم قادر نه وو چی تر برتانوي سیمو ورتیر سی او انګلستان فتح کړی . آیا په یو غټ پوځی قوت سره د اتلانتیک تر سمندر ورتیرېدل او بیا په بریالیتوب سره پر امریکا حمله کول او د هغه نیول او فتح کول یو خورا مشکل او خطرناک عمل نه و ؟
نو که امریکا ځان د شوروي اتحاد څخه ژغورلای سو چی د نازي جرمنی غوندی یو لوی شیطان و ، نو بیا یې څنګه د نازي جرمنی یا په نړۍ کی د کومی بلی ورته دیکتاتورۍ څخه ځان نسو ساتلای ؟
آیا خبره د اروپایی یهودیانو وه ؟ هغوی خو ټوله د هماغه « ښه جګړې » په پای کی له منځه ولاړل . له دې نه علاوه ، د امریکا حکومت خو قطعأ د هغوی بده ورځ نه د جګړې په جریان کی او نه تر هغې مخکی په باک رانه وړه . ځکه نو موږ په هیڅ حق او مشروعیت سره نسو ویلای چی امریکایی پوځیان د هولوکاست ( یهود وژني ) څخه د اروپایی یهودیانو او نورو د خلاصون له پاره ووژل سول .
دوهمی نړیوالی جګړې پر ختیځه اروپا او شرقي جرمني باندی تر کمونیسټی کنټرول ډیر نور څه هم راکړل . هغې موږ ته د یو تلپاته  ملی امنیت جوړښتون هم راکړ او هم یې د هماغه دوهمی نړیوالی جګړې د انډیوال یعنی شوروی اتحاد پر ضد « سړه جګړه » هم را په نصیب کړه (هو ، صحیح مو ولوستل چی د امریکا حکومت په دوهمه نړیواله جګړه کی د شوروي کمونیسټانو سره ملګرتوب وکړ ، یعنی هماغه شوروي کمونیسټان چی آن د هماغه جګړې تر ختمېدو مخکی لا په سړه جګړه کی د امریکایی حکومت د یو رسمی دښمن په توګه واوښتل ) .
هغه خبره د کوریا جګړې او د ویتنام جګړې ته پسی ورسوله چی له هغوی نه یوه لا هم نه پر امریکا حمله کړې وه نه تیرئ . موږ همدا راز د وژلو پروګرامونه ترتیب کړل ، انساني وجود ته بیلابیل کړاوونه ورکول ، د « ایف بي آی » او « سي آی اې » له خوا د جنګ ضد ناراضیانو تعقیب ، د کمونیسټانو پر ضد عملیات ، پټ یرغلیز عملیات ،  په ایران ، ګواتیمالا ، ایران ، کیوبا ، اندونیزیا ، چیلی او نورو هیوادو کی د امریکا په لمسون کودتاګانی او د رژیم بدلولو نور عملیات ، بهرنۍ مرسته ، یو همیشنی پوځی ـ استخباراتی جوړښتون ، د جنګ جوړونی یو دایمی ماحول ، بحران ، بیړني عملیات ،  او په پرله پسې زیاتېدونکو پوځی او استخباراتی برخو کی د مالیه ورکونکو د پیسو مصرفول .
د سړې جګړې مړینی خبره « د تروریزم پر ضد جګړې » ته ورسوله چی له امله یې د ملی امنیت جوړښتون نور هم مضبوط سو چی هغه په خپل وار پر افغانستان او عراق یرغلونه وکړل چی هغوی یوه لا هم نه پر امریکا برید کړی و ، نه تیرئ . موږ یو ځل بیا د وژلو ، کړولو ، راتسلیمولو ، د بې رحمه دیکتاتوري رژیمونو سره ملګرتوب ، د امریکایانو او نړیوالو د پټ تعقیب طرحي ، د قانوني بهیرونو څخه مخ اړول ،  تر نامعلومه وخته بندي کول ، د بیړني حالت ، بحرانونو او بیری یو دایمی چاپیریال ، او د یوې تلپاته ملی امنیت ادارې له پاره زیاتېدونکې بودجه چی هغه یې په اصلی حکومتی جوړښت پوری چی اساسی قانون رامنځته کړی و ، پیوند کړه .
نو آیا هغوی زموږ د هیواد له پاره وژل سوي دي ؟
یا ، قطعأ نه .
بلکی هغه مړه سوي پوځیان چی نن یې موږ ستاینه او عزت کوو ، یوازی د امپراتورۍ او تسلط له پاره وژل سوي دي . پای . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery