مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کاماز د مرکزي تصدۍ د ځمکو د غصب او فساد کیسه

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
همیانۍ ورځپاڼې ته رسېدلي اسناد په ډاګه کوي چې د مرکز د کاماز تصدۍ لسګونه جریبه ځمکه غصب شوې او همدارنګه په دې تصدۍ کې پراخ اداري فساد شتون لري. دغه تصدي په ۴۱۴ جریبه ځمکه کې د کابل شمال لور ته د قصبې په سیمه کې موقعیت لري. یاده تصدي د ترمیم مجهز ورکشاپونه، دفترونه، پارکېنګ او هنګرونه لري چې د اداري پرسونل، خدمې او چلوونکو په ګډون ۳۶۶ تنه په کې کار کوي. د مرکز د کاماز دغه تصدي ۲۴۸ فعال بار وړونکي موټر لري چې له مرکز څخه شمالي ولایتونو ته انتقالات کوي او همدارنګه یوه برخه یې په هرات ولایت کې هم فعاله ده چې د هرات-اسلام کلا ترمنځ سوداګریز مالونه لېږدوي. د کورنیو جګړو پر مهال دغه تصدي زیانمنه او نږدې ۳۵۸ عرادې موټر یې له منځه ولاړل چې بیا د ټرانسپورټ وزارت د کباړ په بیه لیلام کړل. ویل کېږي چې د موټرو د کباړ له درکه د لاسته راغلو پیسو یوه برخه د تصدۍ د عالي شورا د غړو له خوا حیف میل شوې دي. د مرکز د کاماز دغه تصدي همدا راز د وسایطو د ترمیم ۱۱۹ پایې ماشین الات لري چې له دې جملې ۷۲ یې فعال او نور یې غیر فعال دي. د مرکز د کاماز تصدۍ یو کارکوونکی عبید وزیري په دې تصدۍ کې د فساد او د ځمکو د غصب په اړه همیانۍ ورځپاڼې ته مستند اسناد ورکړي دي. عبید وزیري، د ټرانسپورټ پر پخواني وزیر او د دغه وزارت پر یو شمېر چارواکو تور پورې کړ، چې د دې ځمکې په غصب او پلورل کې لاس لري. د هغه د معلوماتو له مخې د یادې تصدۍ د ۴۱۴ جریبه ځمکې له جملې ۴۵ جریبه ځمکه د قوماندان عبدالرحمن، ۵۱ جریبه ځمکه د سید هاشم، ۸ جریبه د رحیم خوستي او ۲ جریبه د فیض په نوم کسانو له خوا غصب شوې ده. همدارنګه د ګلوبل په نوم یوه شرکت په ۱۳۹۰ کال کې د دې تصدۍ ۱۰۷ جریبه ځمکه غصب کړه چې وروسته دا کار د تصدۍ د کارکوونکو له سخت غبرګون سره مخ شو او حتی فزیکي شخړه را منځته شوه. د تصدۍ کارکوونکو ادعا کوله چې دغه ځمکه د پخواني وزیر داوود علي نجفي له خوا د ځمکې پر مافیا پلورل شوې ده. عبید وزیر د دې تصدۍ پر مشر مسعود کاظمي هم تور پورې کړ چې د ځمکو د غصب او فساد په اړه بې تفاوته دی. ده وویل، د تصدۍ د ځمکو پر غصب سربېره، د بار وړونکو موټرو په قرارداد کې هم فساد شتون لري او د چلوونکو حق خوړل کېږي. هغه زیاته کړه، چې له موټر چلوونکو سره مخکې د ورځې ۱۱۵۰ افغانۍ قرارداد شوی و، خو اوس دغه قرارداد ۹۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی. نوموړي وویل چې مخکې د جمعې ورځ رخصت نه وه، خو د ټرانسپورټ وزارت او د تصدۍ ریاست چارواکو د خپلې غلا لپاره اوس د جمعې ورځ هم رخصت کړې ده. دی وايي:«یو کال مخکې د ټرانسپورټ اوسني وزیر چې مخکې په دغه وزارت کې د پالیسۍ معین و، د جمعې ورځ یې د ځان لپاره رخصت کړه، یعنې دا چې د دې ورځې پیسې خپل جېب ته ووهي، دا یو خیانت دی. دا د میاشتې څه باندې څلور لکه افغانۍ کېږي. په دې کې د تصدۍ رییس، مالي مرستیال او د انتقالاتو مرستیا هم لاس لري او دا کار اوس هم دوام لري.» د مرکز د کاماز تصدۍ دغه کارکوونکی وايي چې په دې اړه یې ان جمهوري ریاست ته شکایتونه کړي دي، خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې. هغه له ولسمشر اشرف غني غوښتنه وکړه، چې دې مسلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دولتي ځمکې د مافیا له منګولو وژغوري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery