مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-01   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جهاني: د لرغونو ابداتو ترميم او ساتنه زما د سل ورځني پلان اساسي برخه ده

benawa afghanistan
لودين
هغه وويل، هوډ لري چې په خپل سل ورځني پلان کې ١٥٠٠ هغو ځوانانو لپاره چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې کېږي، د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو زمينه برابره کړي
د مس عينک د تاريخي سيمو او د لرغونو ابداتو، سروې، ترميم او ساتنه،د خپرونو په ځانګړي ډول د ورځپاڼو، وېبسايټونو او د نړيوالو نندارتونو پر لارې اچولو په اړه اصلاحات؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سل ورځني پلان مهم ټکي دي. د ګرځنده پراختيايي بورډ بنسټ کېښودل، د ځوانانو د ملي تګلارې تدوين، د اطلاعاتي بانک رامنځته کول او د ګرځندوى د نړيوال وجهي صندوق بيا ژوندي کول د دغه سل ورځني پلان بله برخه تشکيلوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني چې نن يې غونډه کې د راتلونکو سلو ورځو کاري پلان وړاندې کاوه، وويل چې په ټوله کې د هغه پلان پنځو برخو ته ځانګړى شوى، چې په يوه مهم مورد کې يې د لوګر ولايت د مس عينک تاريخي سيمه شامله ده. هغه زياته کړه، د مس عينک د بودايي دورې لرغوني ساحات چې د سيمې په کچه د بودايي دورې تر ټولو بډاى ميراثونه لري، له ٢٠٠٨ زېږديز کال راهيسې يې د لرغونپوهنې رياست له لوري کيندنې پيل شوې دي او د دولت د مشرتابه د پرېکړې له مخې د مسو کان د راسپړنې چارې تر هغه مهاله نه پيليږي، څو په سيمه کې شته لرغوني اثار نه وي خوندي شوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه، چې تر اوسه پورې د مس عينک له سيمې د کابل ملي موزيم ته دوه زره قلمه لېږدېدونکي اثار لېږدول شوي او زر قلمه غير لېږدېدونکي اثار په سيمه کې خوندي شوي دي. جهاني وويل: " موږ هڅه کوو چې غيرمنقول اثار په مسلکي ډول په خوندي سيمه کې ځاى پر ځاى شي او په همدې موخه له يو شمېر جاپاني متخصصينو سره خبرې شوې چې پايله به يې ډېر ژر روښانه شي." دغه وزارت له اسټراليا هېواد نيولې تر جاپان پورې په يو شمېر قراردادونو او طرحو هم کار کوي، چې له دې ډلې د طلاتپې خزانې نندارتون طرحه، له امريکا سره د باختر د خزانې د نندارتون قرارداد لاسليک او د جاپان له لوري له سلو څخه د زيات قلمه اثارو او تاريخي ابدو راټولول هم د طلاتپې په نندارتون کې شامليږي. هغه زياته کړه، دغه وزارت ژمن دى چې د هېواد د لرغونو اثارو د سروې، ترميم او ساتنې په برخو کې د لومړيو سلو کاري ورځو په اوږدو کې د ساتنې او ترميم په موخه د هغو اثارو هراړخيز راپور چمتو کړي، چې په ارګ او افغانستان بانک کې ساتل کېږي. د منارجام د ترميمولو د طرحې ترتيبول او د يونيسکو د همکارۍ په هيله وړاندې کول، د کابل، باميان او بلخ او ځينو نورو لرغونو سيمو سروې او په قول توت د باميان په قول غوزه لرغونو سيمو کې د پلانونو له مخې کيندنې، د دغه وزارت له نورو کاري برخو بلل کېږي. داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل: " موږ تصميم لرو چې د دولتي او غيردولتي سکتورونو په ګډون د ګرځندوى پراختيايي بورډ بنسټ کېږدو او د ګرځندوى د را ژوندي کولو او پراختيا لپاره وجهي صندوق رامنځته کړو." جهاني زياته کړه، چې په خپلو سلو لومړنيو کاري ورځو کې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ازادو رسنيو او د حکومت د رسنيو مرکز تر منځ د هېواد د رسنيو د همغږۍ لپاره اړيکو ته پراختيا ورکړي. دغه راز په خپرونو، په ځانګړي ډول په ورځپاڼو او وېبسايټونو کې اصلاحات په پام کې نيول شوي او د ورځپاڼو او خبري بولتينونو پر کيفيت او اغېزمنتيا او د باختر په دولتي اژانس کې د کار پر کيفيت تمرکز وشي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه، چې د ګرځندوى انسټيټيوټ په اساس نامه چې نوې ودانۍ يې جوړه شوې، هم کار روان دى او په راتلونکو سلو ورځو کې به يې پر درسي نصاب له پوهنې وزارت سره په ګډه کار پيل شي. د افغان ځوانانو د ملي تګلارې تدوين او د روزل شويو ځوانانو لپاره د اطلاعاتي بانک (ډېټابېس) رامنځته کول چې کار يې دوام لري، دا هم په سل ورځني کاري پلان کې شامل دي. جهاني، له ښاروالۍ سره په همغږۍ د کابل ښار په ١٨ ګونو ناحيو کې د عمومي حشرونو، امنيتي ځواکونو ته وينې ورکړه او د رضاکارانو د ملي کنفرانسونو تر سره کول د دغه پلان نورې برخې تشکيلوي. هغه وويل، هوډ لري چې په خپل سل ورځني پلان کې ١٥٠٠ هغو ځوانانو لپاره چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې کېږي، د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو زمينه برابره کړي او په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې د ځوانانو د مدني مسووليتونو تر نوم لاندې د ځوانانو لپاره پنځه روزنيز پروګرامونه رامنځته کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه، له بده مرغه په وزارت پورې اړوند ٨٠ سلنه بوديجه د کارکوونکو پر معاشونو لګول کېږي او له شل سلنې يې کمه په فرهنګي، مطبوعاتي، ځوانانو او ګرځندوى برخو کې لګول کېږي، چې دا کمه اندازه ده. د يادولو ده چې د وزيرانو د سل ورځني پلانونو د وړاندې کولو لړۍ، د غبرګولي مياشتې په پنځمه د ولسمشر په وينا سره پيل او د زمري مياشتې تر پايه پورې به دوام وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery