مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سیمنټو د تولید په برخه کې د پانګونې د هڅونې پر تګلارې کار روان دی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
حکومت په پام کې لري چې د یوې نوې تګلارې په پلي کولو سره په داخل کې د سیمنټو په سکتور کې پانګونه وهڅوي. په داخل کې د سیمنټو په سکتور کې د پانګونې د هڅونې تګلاره د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا چمتو شوې ده. دغه تګلاره د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داوود شاه سبا له خوا د کابینې غونډې ته وړاندې شوې وه، چې تایید شوه. د کانونو وزارت له خوا دغه تګلاره د کابینې د هغې پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې ده، چې د چنګاښ په ۱۰ مه یې کړې وه. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه پالیسي په هېواد کې د سیمنټو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، د ودانیز سکتور لپاره له کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو موادو د برابرولو، له هېواده بهر د اسعارو د تېښتې د مخنیوي، د سیمنټو د صنعت د ودې، د مهارتونو د لېږد، خلکو ته د کارموندنې او د نورو مثبتو اقتصادي اغېزو په موخه جوړه شوې ده. یاده طرحه د کابینې له لوري تایید شوې ده او د پاتې پروسیجر تر بشپړولو وروسته به پلې شي. افغانستان هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت ساختماني مواد او په ځانګړې توګه سمنټ له ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه واردوي. ودانیز توکي د افغانستان د وارداتو لویه برخه جوړوي چې د ټولو وارداتو نږدې ۱۲ سلنه کېږي. د احصایې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان په ۱۳۹۳ کال کې له بهر څخه ټولټال ۳ میلیونه او ۴۱۲۸۳۸ ټنه سمنټ وارد کړي دي. دا یوازې د رسمي یا قانوني واردات دي او د هغو واردېدونکو سمنټو په اړه ارقام نه شته چې په غیر قانوني لارو هېواد ته قاچاق کېږي. دغه کچه په وروستیو درېوو کلونو کې کمه شوې ده، مخکېنۍ شمېرې ښيي چې افغانستان ته د واردېدونکو سمنټو کچه درې برابره لوړه وه. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې مخکې په نورمال ډول افغانستان ته د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ زرو ټنو پورې سیمنټ واردېدل چې یوه برخه یې تاجکستان ته هم لېږدول کېده. خو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، اوس دا کچه ان له څلورو تر پنځو زرو ټنو پورې رسېدلې ده. په داسې حال کې چې افغانستان د سیمنټو کانونه او د تولید لپاره کافي ظرفیتونه لري، لا هم په دې برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی. افغانستان په شمال کې د غوري په نوم د سیمنټو د تولید فابریکه لري چې دوه لسیزې مخکې یې تولیداتو د افغانستان اړتیا پوره کولای شوه، خو د کورنیو جګړو له امله اوس له فعالیته لوېدلې او تولیدات یې په نشت حساب دي. دغه فابریکه اوس د ورځې تر سل ټنو ډېر تولیدات نه لري او دا اندازه سمنټ د افغانستان داخلي اړتیا نه شي پوره کولی. افغان سوداګر وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د سیمنټو د تولید لپاره له هر پلوه ښه فرصتونه شته ، خو د پانګونې لپاره زمینه سازي نه ده شوې. افغان سوداګر د حکومت د نوې پالیسۍ هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې باید ستره پانګونه وشي، ځکه چې په داخل کې د سمنټو د مصرف تقاضا ډېره لوړه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery