مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

زور واکي په کندوز کې د برېښنا پورونه نه ورکوي

احمد فیصل
د کندوز د برېښنا ریس انجینر حمید الله وايي په دې ولایت کې ګڼ شمېر زور واکي د بریښنا ۱۹۰ افغانۍ پور نه ورکوي . هغه پرون په یوه غونډه کې د هغو ۶۰۰ قوماندانانو او زورورو نومونه ښکاره کړل چې له تېرو څو کلونو راپه دیخوا یې د برېښنا مصرف نه دی ورکړی.د برېښنا ریس وویل چې دغه خلک په وار وار جلب شوي برېښنا یې قطع شوې خو په غیرقانوني توګه یې په خپل سر بیا برېښنا تړلې ده، استفاده ترې کوي خو مصرف یې نه ورکوي.هغه وویل چې په مجموعي توګه دولتي ادارې او یو شمیر پخواني قوماندانان چې برېښنا یې مصرف کړې له دولت څخه ۱۹۰ میلیونه افغانۍ قرضداري دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery