مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مذاهبو نن او سبا

نعیم الدين نعیم
 د نړۍ په ۱۹۸ هېوادونو کې یوې نسبتاً نوې ترسره شوې څېړنې ښودلې چې د الحاد (Atheism) محبوبیت په ډراماټیکه توګه لوړ شوی دی.
د عیسویت په اړه لیکي چې په امریکا کې به یې تر راتلونکو پنځه دېرشو کلونو پورې د عقیدې دایره یوڅه راتنګه شي او د بې دینۍ ګراف به پکې د پام وړ وخېژي. اسلام به هم لږ څه مخته لاړ شي او په یهودیت به غالب شي.
په بریتانیا کې بیا د عیسویت لپاره راتلونکې پنځه دېرش کلونه ډېر بد بخته ښودل شوي چې دپېروانو شمېر به یې آن د اقلیت تر بریده را ټیټ شي او ځای به یې الحاد یا بې ديني ونیسي.
په یاده څېړنه کې د بې دینۍ اوسنی اغېز یو څه وزمین تلل شوی او ټول شته مذهبونه یې تر شا پرېښي دي خو د اسلام لیرې راتلونکې پکې نسبتاً رڼه ښودل شوې.
اسلام به په ۲۰۷۵ کال کې یانې پنځه پنځوس کاله وروسته د عقیدې او نفوذ له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی منل شوی دين وي او بې دیني (Atheism) به هم تر شا پرېږدي.
البته زما له انده په اوس کې د بې دینۍ ګراف ځکه مخ پورته روان دی چې د ټولو مذاهبو او په ځاګړې توګه د اسلام اصلي برم او انځور د خرافاتو او رواجونو، سرسختو افراطي کړیو او بې شمېره مذهبي ډلو ټپلو د شتون په وجه کافي خړ پړ شوی دی.
که چېرې مذهبي پوهان د دیني اجماع او همپالنې پر ځای په خپل منځي اختلافاتو او کشمکشونو کې سره راګېر نه وای، د وینا او کړنې زاویې یې سره ۱۸۰ درجې توپير نه درلودلی او سر بېره پردې یې مادیات هم یوڅه شاته پرېښي وای ښایي اسلام په ډېره اسانۍ سره تر ۲۰۲۰ کاله پورې یاد هدف ته ځان رسولی وای. له بده مرغه دوی تر ډېره بریده د اصلي او حیاتي مسایلو په ځای فرعي مسایلو ته بشپړ کوریج ورکړی او لا یې ورکوي. ډیری هغه نوي زلموټي چې ددین په اړه یې د پوهې کچه یو څه ټیټه وي، ورځني ژوندانه کې خورا بوخت وي او یاهم د دین په اړه اړین پوهاوي ته لاسرسی ونه لري نو له همدې وجې نه یې د مذهبي افراطیت زهر عقلي او فکري استقرار زیانمنوي چې په پایایله کې اصلي لار ور ځینې ورکه شي او د ټولو ستونزو حل یواځې او یواځې د الحاد یا بې دینۍ په منلو کې ګوري.
که یادې موضوع ته له هرې زاویې ځير شو له بده مرغه لامل یې همدا یو کېدی شي چې مذهب نن سبا تر بل هر څه ډېر د افراطیت د خپرېدو وسیله ګرځېدلې او هرې مذهبې ډلې په ټولنه کې د خپل شته نفوذ څخه ناسمه ګټنه کړې ده. http://i100.independent.co.uk/article/the-future-of-religion-in-7-maps-and-charts--lyPkmFpgJW
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery